د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي د دغه ولایت په هغه ولسوالیو کې چې د ډیرونډ کرښې او د ایران سره پر پوله دي، القاعده شبکې پراخ فعالیتونه پیل کړي دي.
د هلمند والي، جنرال یاسین خان څرګندوي، د دوی د معلوماتو له مخې د پاکستان او ایران هېوادونو سره پولې ته څېرمه د القاعده شبکې او بهرنیو جنګیالو له لوري د طالبانو او جنګیالیو د روزلو مرکزونه جوړ شوي دي.
دوی په دغه ولایت کي د القاعده شبکې فعالیتونه او د طالبانو سره همکارۍ د اندیښنې وړ بولي.
د هلمند والي، یاسین خان وايي:«اوس القاعده له برمچې تر هراته پورې پراته دي او د طالبانو ملاتړ او روزنه کوي او ټولو جګړو کې بهرنيان شته او د طالبانو په ملاتړ ترهګریز بریدونه کوي.»
همدارنګه په سویل لويدیځ زون کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندانۍ څرګندوي چې وسله وال طالبان دې ورستیو کې د نویو جګړيزو تاکتیکونو په وسیله چې په هغه کې له بهرنيو هېوادونو د چاودېدونکو توکو لیږد، ماینونه جوړول او د توغندیزو بریدونو پر مټ د امنیتي ځواکونو پر لویو او وړو قرارګاوو بریدونه کول دي، د دوی یې د ډېرو مخنیوی کړی دی.
د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان، جنرال ولي محمد احمدزی بیانوي:« دوي په ټن ټن چاودېدونکي توکي راوړي او د دوحې هوکړې خلاف زموږ پر پوستو باندې د بریدونو هڅې کوي.»
خو د طالبانو او القاعده شبکې تر منځ اړیکې او د جګړې ډګر ګرم ساتلو په اړه د سولې د پروسې او خبرو اترو پروسې د دریدو په اړه هم اندیښنې شتون لري.
د هلمند ولایتي شورا رییس، عطالله افغان زیاتوي:«اوس چې د سولې خبرې روانې دي، نو یوازې له طالبانو سره سوله کوو، بهرنیان د سولې پروسه په ټپه درولی شي.»
که څه هم د طالبانو د القاعده شبکې سره د هر راز اړیکو لرل رد کړي وو او د امریکا سره د سولې په خبرو کې طالبانو ژمنه کړې وه چې په لویو ښارونو کې د چاودونو لاس اخلي، خو په سمنګانو کې د طالبانو له لوري د موټر بم برید یو لړ نیوکې هم له ځان سره لرلي.