Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې موټر بم چاودنې د۱۱ کسانو ژوند واخیست

د هلمند د والي ویاند، عمر ځواک وايي چې یوه ځانمرګي بریدکوونکي د افغان ځواکونو موټر ته نېږدې ورسره چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

په دې پېښه کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان دي.

پېښه نن(شنبه د سلواغې۲۳مه) د هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې کابل بانګ ته څېرمه شوې ده.

ښاغلی ځواک زیاتوي چې پېښه کې مرګ ژوبله هم اوښتې، تر اوسه یې شمېر کره نه ده.

په دې پېښه کې د افغان ځواکونو یو موټر هم سوځېدلی دی.

د برید مسوؤلیت چا یا کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې ځانمرګی برید شوی، د یاد ولایت چارواکي د برید موخه د افغان ځواکونو موټر ښیې، په دې پېښه کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي

شریک یي کړئ