د هلمند ولایت د رسنیو دفتر د شنبې په شپه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په لښکرګاه کې د وژل شویو شمېر ۶ تنه ښيي.
د دغې خبرپاڼې پر بنسټ،په دغه برید کې د امنیتي ځواکونو د شپږو تنو او همدارنګه د ۴ ښځو او ۳ ماشومانو په ګډون ۱۵ تنه ټپيان شوي دي.
د وژل شویو په منځ کې یو ماشوم هم شامل دی.
د دغې پېښې مسؤولیت طالبانو منلی دی.
خو د هلمند د عامې روغتیا ریاست د دغې پېښې د وژل شویو شمېر ۱۱ تنه ښودلی دی.
ولسمشر اشرف غني په یوې خبرپاڼه کې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا خپره شوې دغه پېښه غندلې.
هغه څرګنده کړې چې د افغانستان دښمنان باید پوه شي چې د داشان ویرونکو او وحشیانه بریدونو په ترسره کولو سره خپلو موخو ته نه شي رسېدای،او زموږ د یوه پرمختللي او هوسا هېواد لپاره زموږ د خلکو عزم او ارادې ته زیان نهشي رسولای.