Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هندوانو او سکانو د ستونزو په حل کې د حکومت بې غوري

دهندوانو او سکانو ستونزو ته دافغان حکومت بی پامی دیوه ښه راتلونکی لپاره هغوی ناهیلی کړی دی. دافغانستان یوشمیر هندوان او سکان وایی چی دهغوی دستونزو په اواری کی بی پامی دهیواد ډیری هندوان دی ته اړ کړی دی ترڅو هغوی خپل وطن پریږدی. ځورول، دماشومانو لپاره دښونی او روزنی د اسانتیا نه برابروالی، لوږه، وزګارتیا، او د دین اجباری بدلول له هغو ستونزو څخه دی چی د افغانستان غیر مسلمانان ورسره مخامخ دی.

داسې ښکاري دغه وګړي په داسې هيواد کې چې ۹۹ سلنه اوسيدونکي يې مسلمانان دي، له پراخو ننګونو سره مخامخ دي او توپير، ځورول او ان د دوي سپکاوی هغه موردونه دي چې د افغانستان سک او هندو وګړي يې له امله کړيږي.

يو شمير دغه هندوان او سکان وايي د طالبانو د رژيم له نسکوريدو وروسته له څو کلونو کډوالۍ وروسته افغانستان ته راستانه شول خو د دوي ټولې هيلې له خاورو سره خاورې شوې.

وزګاري او د زده کړو د زمينې نشتوالی د دغو وګړو نورې ستونزې دي.

راج سنګ کپور چې له خپلې کورنۍ سره په کابل کې اوسيږي وايي دوي د افغانستان او هند ترمنځ د فوټبال په توپ بدل شوي او دواړه هيوادونه د هغوي ستونزو ته پاملرنه نکوي.

"زه څلور ځله هند ته تللی يم، موږ په هند کې افغانان او په افغانستان کې هندوان بلل کيږو، موږ د هند او افغانستان ترمنځ د فوټبال د توپ په شان يو او حيران يو چې چيرته ولاړ شو."

د افغانستان یو بل هندو مذهبه وګړی، هاجیجي هم خپلې ستونزې په دې ډول بیانوي، "افغان چارواکي زموږ لپاره کوم کار نه کوي، دوي په تير يوه يا دوو کلونو کې له موږ سره مرسته نه ده کړې، هند ته هم نشو تلاي ځکه هلته د ژوند لپاره څه نلرو نو څه وکړو."

اندیرا کوار، چې د دریو ماشومانو مور ده د ځینو کسانو لخوا، نوموړې د دین بدلولو ته اړول، ځانته تر ټولو لوی ګواښ بولي، نوموړې وايي، "زموږ زوي ګواښل کيږي، پرون هغه د يو شمير مسلمانانو لخوا نيول شوی و او هڅه يې کوله په زور هغه د دين بدلولو ته اړباسي، موږ فکر کوو چې مجبور يو له دې هيواد څخه ووځو، په دې ځاي کې د زده کړې زمينه راته برابره نه ده او سم ښوونځي نشته، زه درې ماشومان لرم او خاوند مې هم ښه کار نلري."

په داسې حال کې چې د لومړي وزير نرندرا مودي په مشرۍ د هند نوي حکومت له افغانستان سره د اړيکو پراختيا په خپل کاري لومړيتوب بللی د افغانستان هندوان او سکان هم له ښاغلي مودي غواړي له افغان حکومت سره په همکاري د دوي ستونزو ته پاملرنه وکړي.

دهندوانو او سکانو ستونزو ته دافغان حکومت بی پامی دیوه ښه راتلونکی لپاره هغوی ناهیلی کړی دی. دافغان

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه