Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هند او افغانستان مشرانو نوي ډيلي کې سره ولیدل

ولسمشر غني هند ته د خپل یوه ورځني سفر په ترڅ کې د دې هېواد له لومړي وزیر، نرندرا مودي سره په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رویش کمار افغانستان د هند ستراتیژيک او ارزښتمن همکار بولي. هغه وايي ښاغلي غني د هند لومړي وزیر ته د افغانستان د سولې د بهیر په اړه مالومات ورکړل.

 هند له افغانستان سره لوی مرسته کوونکی هېواد بلل کېږي. دهلي تر دې مهاله د افغانستان له بیا رغوونې سره کابو دوه میلیارډه ډالره مرسته کړې ده.

هند تل د حکومت له وسله‎والو مخالفینو سره د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو اترو ملاتړ کړی دی.

ولسمشر غني د هند لومړي وزیر، نرندرا مودي سره د افغانستان او هند ترمنځ داړیکو پر پراختیا خبرې وکړې

شریک یي کړئ