Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هند سفارت ۱۱ افغان سیکانو ته ویزې صادرې کړې

کابل کې د هند سفارت (یکشنبې د زمري په ۵مه نېټه) ویلي دي چې د افغان سیکانو اتمه ډله نن له کابله ډیلي ته ورسیږي.

د یاد سفارت اعلامیه کې راغلي دي:«د ځينو سیکانو او هندوانو سفر ته چې هند ته یې د تګ لېوالتیا درلوده، اسانتیاوې برابرې شوې دي.»

د هند "انډین اکسپرس" رسنۍ راپور ورکړی چې د هند سفارت د شنبې په ورځ ۱۱ کسان  ته ویزې ورکړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هند سفارت د روان زیږدیز کال په مارچ میاشت کې په کابل کې د سیکانو پر عبادتځای له بریده څلورمیاشتې وروسته دا پرېکړه کړې، یاد برید کې ۲۵ تنه ووژل شول او ۸۰ نور ټپیان شول.

کابل کې د سیکانو ټولنې له قوله یادې رسنۍ لیکلي دي هغو کسانو کې چې ویزې یې ترلاسه کړې دي پکتیا کې تښتول شوی سیک، نیدان سینګ شاجدوا هم شامل دی.

 نوموړۍ به جون میاشت کې تښتول شوی وو او بیا د افغان ځواکونو او قومي مشرانو په منځګړتوب خوشې شو.

د هند سفارت وايي چې د یوولیسو کسانو د ویزې موده شپږ میاشتې ده او ټاکل شوې نن له کابله ډېلي ته الوتنه ولري.

دا په داسې حال کې ده چې دوه کاله مخکې پارلمان ته د هندوانو او سیکانو یوازېنی نوماند، اوتار سینګ جلال اباد ښار کې د ځانمرګي برید پایله کې ووژل شو. هغه هېواد کې د جګړو له کبله د خپلې کورنۍ نهم قرباني وو.

نوموړی د ډاکټرنجیب الله حکومت پرمهال د پوځ سرتېری او د حامد کرزي حکومت پرمهال د مشرانو جرګې غړی وو.

په همدې حال کې د هېواد ۹۹ هندوانو او سیکانو تېرو دریوو لس ییزو کې هېواد پرېښی دی.

۲۰۱۶ زیږدیز کال کې د طلوع نیوز موندنې:

د طلوع نیوز موندنې ښیې چې د هېواد ۹۹ هندوانو او سیکانو تېرو دریوو لس ییزو کې هېواد پرېښی دی. او شپېتمې هجري لمریزې لس ییزې کې یې هېواد کې شمېر ۲۲۰ زره وو، خو په ۲۰۱۶ کال کې یوازې ۱۳۵۰ یې پاتې شول.

د زورواکو له خوا د یادو کورنیو د جایدادونو غصب، مذهبي تبعیض او د طالبانو له رژیم څخه وروسته دوی ته د حکومت نه پاملرنه د افغان هندو او سېکهانو د تیښتې لامل شمیرل کېږي.

زموږ د څېړنو له مخې د هندوانو او سېکانو په وړاندې مذهبي توپیري چلند او د زورواکو لخوا د دوی د جایدادونو غصب تر ډېره له افغانستانه د دوی د تيښتې لامل شوي دي.

په شپيتمه لسیزه کې د افغانستان د هندوانو او سیکانو شمېر ۲۲۰ زره تنو ته رسېده، د مجاهدینو د حکومت پرمهال دا شمېر ۱۵ زره ته ورسېد او د طالبانو د واکمنۍ پرمهال دا شمېر ثابت پاتې شو، خو د طالبانو له واکمنۍ څخه وروسته یوازې دوه زره دغه وګړي په هېواد کې پاتې شول چې اوس دا شمېر یو زرو او ۳۵۰ تنو ته راکم شوی دی.

د دې رپوټ د برابرولو پرمهال دې پایلې ته ورسېدو چې له طالبانو څخه په وروسته حکومتونو کې د افغانستان هندوان او سیکان له ډېرو ناخوالو سره مخامخ شوي دي. له هېواده پر تېښتې سربېره یو شمېر له ولایتونو څخه پلازمېنې ته کډې کولو ته اړ شوي دي. هلمند او کندهار له دغو ولایتونو څخه دي چې په اوسني وخت کې په هلمند کې هېڅ هندو او سیکان نشته او په کندهار کې هم یوازې یوه کورنۍ اوسېږي.

ټاکل شوې ده یوولس تنه افغان سیکان یکشنبې د هند پلازمینې ډیلي ته ورسیږي

شریک یي کړئ