Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'د هوا ککړتیا کابل کې ښایې له جګړې وژونکې ووسي'

د هوا له سړېدو سره کابل کې د هوا د ککړتیا په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

اسوشیټیډ پرس خبري اژانس د "نړۍ د هوا حالت څېړنې ډلې‎" د راپور پربنسټ ویلي دي چې ښایې په کابل کې د هوا د ککړتیا د قربانیانو شمېر د جګړې له قربانیانو زیات وي.

د یاد راپور له مخې په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې ۲۶ زره کسان د هوا ککړتیا له کبله وژل شوي په داسې حال کې چې د جګړو له کبله ۳۴۸۳ وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې کابل کې د هوا سړېدو سره د کابل هوا لا پسې ککړه کېږي او په ژمي کې ډېرۍ کورنۍ کابل ښار کې د خپلو کورنو تودولو لپاره له لرګیو، سکرو او ان له پلاسیتکو له سوځولو کار اخلي.

دهېواد له ختیځه د جګړو له کبله کابل ته راکډه شوی یوسف وايي چې د هوا ککړتیا له کبله یې کابل کې خپل پنځه ماشومان له لاسه ورکړي دي.

‎دی وايي اړ دی څو د ځان ګرمولو په موخه پلاستیک وسوځوي.

په همدې حال کې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره هم د  هوا د ککړتیا په تړاو اندېښنه لري.

د یادې ادارې مرستیال، عزت الله صدیقي څرګندوي:«د کابل هوا یوه بیلګه ده او یو شمېر کسانو ته هیله وه چې د تازه هوا تنفس لپاره دې ښار ته راشي. خو تاسې پوهېږئ چې موږ درې لسیزې جګړې تېرې کړې دي؛ موږ ښاري بنستونه، د اوبو رسولو سیستم، برېښنا، حمل او نقل  او شنې سیمې له لاسه ورکړې دي.»

کابل په ټکلیز ډول د کابو شپږ میلیون نفوس سره د نړۍ له ګڼې ګوڼې ډک ښارونو بلل کېږي.

د ژمي په موسم کې ډېری کورنۍ کابل ښار کې د خپلو کورنو تودولو لپاره له لرګیو، سکرو او ان له پلاسیتکو له سوځولو کار اخلي

شریک یي کړئ