په هېواد کې د هوا ککړتیا کچه د تېر کال په پرتله پنځه په سلو کې زیاتوالی مندلی دی.
د عامي روغتیا وزارت د اندېښنې په څرګندولو سره وايي که چېري اړوندې ادارې په دې برخه کې لاس په کار نه شي د هوا ککړتیا به د اوسېدونکو ژوند ته لوی ګواښ پېښ کړي.
په پلازمېنه کې د هوا د ککړتیا په زیاتېدو او د ژمي د موسم په رارسېدو سره د هوا د ککړتیا له امله تنفسي ناروغۍ، زکام، سینه وبغل او ان د سږو د سرطان په څېر ناروغۍ د تېرکال په پرتله د لړم میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې پنځه سلنه زیاتې شوي دي.
د عامې روغتیا زوارت ویاند نظام الدین جلیل وویل:«هغه شمېرې چې موږ یې له روغتونونو لرو، د دې ښودنه کوي چې د تېر په پرتله پنځه سلنه زیاتوالی موندلی.»
د عامې روغتیا وزارت ګواښ کوي که چېرې په ښار کې د هوا د ککړېدو مخه ونه نیول شي مرګ به د خلکو ژوند وګواښي.
د انډراګاندي روغتون سرطبیب محمد بشیر قریشي زیاتوي:«د زړه ناروغي، تنفسي ناروغي خطرناک وضعیت ته رسوي، ځينې وخت اړتیا وي چې ناورغ روغتون ته مراجعه وکړي او بستر شي، او حتا په مرګ ګواښل کېدای هم شي.»
بلخوا د پلازمېني اوسېدونکې د چاپېریال ساتني ملي اداره د هوا ککړتیا په برخه کې په نه پاملرني تورنوي.
د کابل په شل کیلومټرۍ کې په ده سبز ولسوالۍ کې د خښتو بټۍ... دا بټۍ په کابل او ورڅېرمه سیمو کې د هوا اصلي ککړونکې ګڼل کېږي.
د دې سیمې اوسېدونکي وایي چې ډېری دا بټۍ په ناقانونه توګه او له کومې څېړنې پرته د موټرو ټایرونه او ناقانونه سونګ توکي سوځوي.
د ده سبز اوسېدونکی عبدالمتین وايي:«رابړ سوځوي چې لوګی یې راځي او زموږ کړوندې خرابوي او تور وي یې.»
د ده سبز اوسېدونکی شایسته باز هم وویل:«ستونزې زیادې دي دلته ۱۴۰۰ بټۍ دي او لوګی یې زیات دی او ککړتیا یې رامنځته کړې ده.»
د خښتود پخولو پر بټيو سربېره د حمامونو او یو شمېر کارخونو له لوري د هوا له ککړونکو توکو لکه د ډبرو له سکرو او زړو ټایرونو کار اخیستل؛ د ټرافیکو خورا ګڼه ګوڼه او په ښار کې د زړو موټرو ګرځېدل د هوا د ککړتیا له لاملونو بلل کېږي.
خو د کورنیو چارو وزارت، کابل ښاروالۍ او د چاپېریال ساتنې ملي اداره چې د دغه کار د مخنیوي مسوولیت لري حاضر نه شول چې په دې تړاو څه ووايي.
په دې اړه مو اندونه