Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد تکړه شاعر او لیکوال سلیمان لایق د مړینې په هکله غبرګونونه

د هېواد پېژندل شوی شاعر او سیاستوال سلیمان لایق چې په کورونا ویروس هم اخته شوی و، د هغو ټپونو له امله چې کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې ټپي شوی و، په المان کې ومړ.

ټاکل شوې تر راتلونکو یوې اوونۍ د ښاغلي لایق مړی خاورو ته د سپارلو لپاره کابل ته ولېږدول شي.
 
سلیمان لایق ۱۱ میاشتې مخکې د کابل په شش درک سیمه کې د یوه ځانمرګي برید له امله سخت ټپي او له امله یې د کیڼ لاس یوه ګوته هم پرې شوه.

د ښاغلي سلیمان کورنۍ د دې پخلی کوي چې هغه د څو کوچنیو او سترو جراي عملیاتو لپاره لومړی هند او بیا المان ته لېږدول شوی و.

د سلیمان لایق خوریی رزاق احمدزی وايي:«هغه ویروس ته په پام سره چې له هند څخه یې له ځان سره وړی و، د طبابت له پلوه د روغتیا شونتیا یې ستونزمنه کوله.»
 
سلیمان لایق چې په یوې مذهبي کورنۍ کې سترګې دې نړۍ ته پرانیستې وې؛ وروسته وروسته یې بیا سیاست ته مخه کړه، هغه د خلق ډیموکراټیک ګوند له بنسټ اېښودونکو شمېرل کېږي. ښاغلي لایق د علومو اکاډمۍ بنسټ اېښودونکی هم دی.

هغه له سیاسي او ګوندي فعالیتونو سره جوخت په پښتو او دري شعر هم لیکل.

د سلیمان لایق د شعرونو یو مينه وال احمد سعیدي وايي:«د افغانستان د خلق ډموکراټيک ګوند په فکرونو کې یو میانه رویه شخصیت و.»

سلیمان لایق خپل وړکتوب د پکتیکا په ښرنه ښار، تنګۍ ځواني یې په پلخمري او ځواني یې په کابل کې تېره کړې ده. د ډاکټر نجیب د حکومت له نسکورېد وروسته المان ته ولاړ او د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته بېرته کابل ته راغی.

ځینې شاعران او سیاستوال وايي، سلیمان لایق نه یوازې دا چې په افغانستان کې یو نوموتی کس و؛ بلکې له هېواده بهر هم یو پېژندل شوی شخصیت و.

شاعر او سیاستوال افراسیاب خټک د ښاغلی لایق په اړه وویل:«د هغه شهرت او پېژاند یوازې په افغانستان پورې نه محدود کېږي، د هغه شهرت په ټولې سیمه، مرکزي اسیا، هند او پاکستان کې هم په ژبو دی.»

سلیمان لایق په پښتو او دري ژبو ۱۲ شعر ټولګې لري او د مردې از کوهستان تر نامه لاندې یو منظوم رمان چې د ۴۰ کلونو په اوږدو کې یې لیکلی؛ لا تر اوسه نه دی چاپ شوی.

له هغه دوه لورګانې او دوه زامن پاتې شول او هغوی اوس په المان کې ژوند کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه