Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد حالاتو په اړه د یوازیني یهودي اندېښنه

زوبولون سیمینټوف هېواد کې یوازینی افغان یهودي وګړی دی د طلوع نیوز خبریالې، انیسه شهید سره یې په خپلو خبرو کې د افغانستان نامالوم برخلیک او امنیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

سیمینټوف وايي چې د کورنۍ ټولو غړو یې ۲۵ کاله مخکې د ناامنۍ له کبله افغانستان پرېښود، خو په وینا یې که افغانستان کې امنیت ټینګ شي، د کورنۍ غړي یې بېرته هېواد ته راستنېږي.

دی د حکومت له مشرانو غواړي چې امنیت دې ټینګ کړي او قومي او ژبنی تعصب دې پایان ته ورسوي.

ښاغلی سیمینټوف څرګندوي:«تر هغې چې موږ لاسونه سره ورنکړو او خپل هېواد جوړ نکړو، بهرنیو لست نه دی نیولی چې زموږ او تاسو امنیت تامین کړي، موږ خپله مسوؤلیت لرو.»

د (کنیسې) په نامه د یهودانو عبادت‎ځای دی چې کابو درېیو لسیزو مخکې وخت پورې د هېواد په لسګونه یهودي وګړو پکې مذهبي مراسم ترسره کول، خو اوس په دې ځاي کې یوازې څو ټوکه چاپي او قلمي تورات کتابونه آن په فارسي ژباړې سره المارۍ کې ایښودل شوي او څوک دا کتابونه نه لولي. 

کنیسه کابو دېرش کاله مخکې په کابل کې جوړه شوه.

زوبولون وايي طالبانو څلور ځله بندي او شکنجه کړی و آن یو ځل یې غوښتل چې نوموړی ووژني خو ګاونډیو نوموړی ژغورلی دی.

زوبولون ۵۶ کاله مخکې په هرات کې زیږیدلی، څلور وروڼه او دوې خویندې لري، دی له کابو شلو کلونو راهیسې کابل کې په یوه کور کې اوسېږي.

نوموړی وايي:«موږ کابو سل قلمه جنس درلود او ډېر شمېر اخیستونکو مو درلودل، ټولو موږ له موږ څخه  مال اخیستو او درې وخته به یې موږ ته مال راوړو.»

د هغه دوې لوڼې، خویندې، وروڼه او خپلوان په اسرایلو او یا امریکا او اروپا کې اوسیږي. 

سیمینټوف وايي چې کابو پنځه سوه یهودي کورنیو په هرات ولایت کې ژوند کاوه او ټولو یې سوداګري کوله

شریک یي کړئ