Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد د لویو لارو د ناامنیو په هکله د خلکو اندېښنې

هغه موټر چلوونکي او مسافر چې د ځمکې له لارې له کابله نورو ولایتونو ته سفر کوي په ټولو لویو لارو کې د نا امنیو د زیاتوالي په هکله اندېښنه څرګندوي.

د دوی په وینا، نورې هېڅ داسي لویې لارې شتون نه لري چې دوی ورباندي بې له کوم ګواښ پرته پرې تګ راتګ وکړي.

د طلوع نیوز خبریال تمیم حمید نن (سې شنبې د چنګاښ په ۱۷مه) سهار په کابل ښار کې، د  لوګر او پکتیا د موټرو  تم ځایونو ته تللی او له چلوونکو او مسافرو سره مرکه کړې ده. دوی خپلو ولایتونو ته د سفر هوډ کړی؛ د دوی په وینا دغه سفر هم، له څه مودې راهیسې له خطر سره مل دی.

موټر چلوونکی سید شېرزی وايي:«پر امنیتي ځواکونو جګړه تل وي - امنیتي ځواکونه چې پر سړک وي - تل پرې ډزې کېږي.»

یو مسافر میرافغان وویل:«تر ګردیزه چې ځو په لار کې دوه درې کمینه جګړه وي.»

د پکتیا اوسېدونکی نقیب‌الله هم وايي:«دننه په ښار کې دا ستونزې دي، په بیرون او اطراف کې خو ستونزې له حده زیاتې دي.»

د کابل په شمال کې هم ځینې هېوادوال وايي، د کابل له دروازو په وتلو سره، پر دې سړک چې پلازمېنه له څو شمالي ولایتونو سره نښلوي، سفر کول له خطر سره مل دی.

د کابل د شمال اوسېدونکی فرهاد وايي:«پر سړک راووتل او دولتي منسوبین یې وویشتل، چک پاینټونه یې جوړ کړل، تلاشۍ یې وکړې.»

په ځينو ویډیوګانې کې چې طلوع نیوز ته رارسېدلي د شمالي ولایتونو د لویو لارو او په ځانګړې توګه د بغلان - کندوز د لویې لارې د ناامنۍ ښکارندويي کوي.

یو موټر چلوونکی عنایت‌الله وايي:«لاره بنده ده، وايي چې طالبان سړک په ماین وهلی. او ځيني وايي چې نه هلته یې ګمرک جوړ کړی دی.»

بل چلوونکی نقیب‌الله هم څرګندوي:«یو ګام لار ده، وايي چې د دولت زور نه رسېږي! که چېرې دولت دی ولې یې زور نه رسېږي؟»

طلوع نیوز ته رارسېدو وېډیوګانو کې لیدل کېږي چې، د بغلان په بله سیمه کې د پلخمري - ایبک تر منځ لار کې دولتي ځواکونه له نورو هغو وسله والو سره نښتي چې غوښتل یې دغه لار د موټرو پر مخ وتړي.

د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت په دې اړه زیاته کړه:«د څو سرګروپونو مړي یې هم د جګړې په ډګرونو کې پاتې دي او یو مېل هشتاد و دو چې پر مختللې وسله ده، زموږ د ځانګړو ځواکونو لاس ته ورغلې ده.»

په داسې وضعیت کې چې د کابل - جلال اباد لویه لار په دې وروستیو کلونو کې د هېواد له امنو لویو لارو شمېرل کېده، هغه هم په دې وروستیو ورځو کې نا امنه شوې ده.

په لغمان کې دولتي ځواکونه وايي د کابل - جلال اباد لویې لارې اړوند سیمه کې هغه ډله ځپلې چې د دغې لویې لارې نا امنه کول یې کار وو.

د کابل - جلال اباد پر لویې لارې د عامه نظم ځواکونو قومندان عبدالولي قلندر څرګندوي:«هغوی غوښتل چې زموږ پر کاروان ډزې وکړي؛ خو له نېکه مرغه د کشفي او استخباراتي رپوټونونو پر بنسټ، موږ له دې خبر شوو.»

دغه لویې لارې چې کابل له نورو ولایتونو سره نښلوي، په دې ورځو کې په داسې وضعیت کې ګواښمنې شوي دي، چې د کابل - کندهار لویه لار له څو کلونو راهیسې ناامنه ده او د هغې د امن کولو لپاره هڅو هم لا تراوسه روښانه پایله نه ده ورکړې.

بلخوا حکومتي ځواکونه وايي وروستیو دوو ورځو کې یې د هیواد په شمال او ختیځ کې د لویو لارو په ځينو برخو کې عملیات پیل کړي دي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه