د ملي امنیت شورا سلاکار محمدالله محب نن (سې شنبې د سلواغې په ۸مه) د جوزجان مرکز کې ولسمشر له لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم سره ولیدل.
ښاغلي محب په دغې لیدنه کې وویل طالبان په دې هڅه کې دي چې د هېواد په شمالي ولایتونو کې د نا امنیو لمن لا پراخه کړي.
د ملي امنیت شورا سلاکار همدارنګه زیاتوي چې امنیتي ځواکونه به طالبانو ته د دې اجازه ورنه کړي چې خپلو شومو موخو ته ورسېږي.
د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په دې اړه څرګندوي:«هڅه کوو له دې مخکې چې دښمن د دغو سیمو وضعیت لا خراب کړي موږ چاڼيز عملیات ترسره کړو، او وکړای شو چې تر پسرلي پورې ښه چمتووالی ولرو څو له یوه ستر ناورین څخه مخنیوی وکړو.»
د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم خلکو ته ژمنه کوي چې د هېواد په شمال کې د طالبانو د فعالیتونو مخه ډپ کړي.
ښاغلي دوستم زیاته کړه:«موږ د افغانستان خلکو او ملت ته دا ډاډ ورکوو چې موږ به د طالبانو دا غرور مات او ځمکې ته به یې راکوز کړو.»
د ملي امنیت سلاکار د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ په نښتو کې ولسي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه وايي چې، د ولسي وګړو تلفات د منلو وړ نه دي.
د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب زیاته کړه:«په هېڅ ډول د ولسي وګړو مرګ ژوبله د منلو وړ نه ده، دا تېروتنې چې ترسره کېږي موږ نه غواړو چې دا دوم وکړي.»
جنرال عبدالرشید دوسم وايي چې په دې کتنه کې د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه هم خبرې شوې دي.
د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم څرګندوي:«یوه سیاسي حل لار باید پیدا کړو چې له دغې سیاسي کشالې، چې یو خوا دولت، بلخوا اپوزیسیون، له دې دښمن ګټه اخلي.»
د ملي امنیت سلاکار په داسې حال کې د هېواد د شمالي ولایتونو د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه بلخ او جوزجان ولایت ته تللی چې، په یادو ولایتونو کې د نا امنیو لمن تر پخوا پراخه شوې ده.
په دې اړه مو اندونه