Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد شمال کې د ملکي مرګ ژوبلې په تړاو اندېښنه

شمال کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون سیمه ییز دفتر وايي چې د روان لمریز کال د پیل راهیسي د هېواد شمال کې د حکومت او طالبانو ترمنځ نښتو کې ۴۱ ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۶۶ نور ټپیان شوي دي.

د یاد دفتر د مالوماتو له مخې په وژل شویو او ټپیانو کې ښخې او ماشومان هم شامل وو.

د سیمه ییز دفتر رییس، سیدمحمد سامع د جګړې له ښکېلو خواوو غږ کوي چې ملکي کسانو ته دې زیان نه رسوي.«د روان زیږدیز کال د پیل راهیسې شمال کې ۱۰۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې ښخې او ماشومان هم په کې شامل دي، له دې ډلې ۴۱ ته مړه شوي او ۶۶ نور ټپیان شوي دي.»

هغه د طالبانو او حکومت ترمنځ د جګړې زیاتوالي سره وايي چې د ملکي خلکو مرګ ژوبلې په تړاو اندېښنه لري.

د بلخ امنیه قومندان، اجمل فائز زیاتوي:«طالبان ځنګلونو او غرنیو سیمو کې دي او دو څلور کسه پر موټر سایکل راځي او انداخت کوي، ملکي کسانو ته ستونزې جوړوي اوبیا تښتي.»

اوس مهال د بله اووه ولسوالۍ د بلخ ـ جوزجان لاره او دره صوف مزار لاره له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخاخ ده چې ډېر ملکي کسان هم همدغو سیمو کې قرباني شوي دي.

وروستۍ پېښه کې د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکي د غويي په ۲۲مه نېټه ادعا وکړخ چې د افغان ځواکونو هوايي برید کې ۹ ملکي کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي، خو امنیتي چارواکو وویل چې طالبان د ملکي کسانو په مرسته غوښتل چې د جوزجان ـ بلخ لاره ورانه کړي.

د ملکي کسانو ډېر شمېر مرګ ژوبله د بلخ چمتال، چهاربولک او بلخ ولسوالۍ کې ثبت شوې ده. د بلخ اوسېدونکي وايي چې د چمتال او چهاربولک ولسوالان هم د امنیتي ستونزو له کبله خپلو دفترونو کې نشته.

د بلخ والي ویاند، منیر احمد فرهاد بیانوي:«موږ له چمتال، چهاربولک، زارې او شورتېپې په تړاو راپورونه درلودل چې ولسوالان په کاري دفترونو کې نشته، خو اوس ستونزه هواره شوې ده.»

شمال کې د بشري حقونو سیمه ییز دفتر رییس د طالبانو او حکومت ترمنځ د جګړې زیاتوالي سره وايي چې د ملکي خلکو مرګ ژوبلې په تړاو اندېښنه لري.

شمال کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون سیمه ییز دفتر د مالوماتو له مخې سیمه کې د ډېرو شمېر ملکي کسان لامل طالبان دي

شریک یي کړئ