Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد له هوايي ځواک سره د هند له همکارۍ د ملي دفاع وزارت هرکلی

ملي دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ(د وري په ۳ مه)د ۱۸ الوتکو او چورلکو د ترمیم د لګښت د څېړنې لپاره د هم له پرېکړې هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې له یوه هېواد سره د افغانستان دوستي له بل هېواد سره د دښمنۍ په مانا نه ده.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیری وايي چې نوي ډهلي د کابل په غوښتنه د پوځي مرستو د برابرولو لپاره مثبت ځواب ورکړی دی.

هغه زیاته کړه:«په هره برخه کې چې د دواړو هېوادونو ګټه وي په هغه موږ هم ژمن او هندوستان هم ځکه چې هندوستان زموږ یو ښه ملګری دی.»

په همدې حال کې پخوانی پوځي محسن مختار په دې اړه وايي:«هندوستان د افغانستان له پوځي اړتیاو څخه خبر دی،د دې لپاره چې افغانستان هندوستان ته ځانګړی اهمیت لري چې باید یو باثباته افغانستان وي.»

دا په داسې حال کې ده چې د رپوټونو پر بنسټ،په کابل کې د هند سفیر منپریټ وهرا له رویټرز سره په مرکه کې ویلي چې نوې ډهلي غواړي چې د دغو الوتکو او چورلکو د پروزو د پلور لپاره ۵۰ مېلیونه ډالره ځانګړې کړي.

د دغه رپوټ پر بنسټ، دغه پرېکړه د افغانستان د هوايي ځواک د ۱۱ جنګي چورلکو«مي ۳۵»او ۷ ټرانسپورټي الوتکې شاملېږي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له دې وړاندې په ځلونو له افغانستان سره د هند له نېږدېوالي اندېښنه څرګنده کړې ده.

هند په ملکي برخه کې د افغانستان یو له سترو مرستندویه هېوادونو څخه دی چې تر اوسه یې د افغانستان په بیارغونه کې له دوه مېلیاردو ډالرو ډېره مرسته کړې ده.

شریک یي کړئ