Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد لویدیځه حوزه کې د پوځ لیکو کې د ښځو ونډه

د هېواد لویدیځه حوزه کې د پوځ چارواکي وايي په وروستیو کالو کې د پوځ په لیکو کې د خدمت لپاره د ښځو لېوالتیا زیاته شوې او ډېرې ښځې هم دې برخې ته راغلې دي.

د ۲۰۷ ظفر قول اردو د روزنیز مرکز قومندان، نذیر احمد سارک وايي پوځې کې ښځو ښې وړتیاوې لري او دا ښځې په بیلابیلو پوځي عملیاتو او ماموریتونو کې ونډه اخلي.

هغه زیاتوي:«هغه ښځې او نجونې چې ۲۰۷ ظفر قول اردو کې جذب شوې دي، بریدملانې، افسرانې او سرتېرې دي چې په معیاري ډول روزنه ورکړل شوې ده. اکثر دغه ښځې او نجونې له کمپیوټر سره بلدتیا لري او په اداري برخه کې کار کوي.»

په همدې حال کې لویدیځه حوزه کې ټوپک په لاس ښځې سره له دې چې د دولت مخالفو وسله والو سره مبارزه کوي، اړې دي چې په ټولنه کې له ناوړه دودونو سره هم مبارزه وکړي.

 د پوځ افسره، زهرا ګل پوپل وايي:«ښځې ډېرې وړتیا لري او باید ظرفیت جوړوونه وشي. دولت باید د ښځو وړتیاوې په پام کې ونیسي. زموږ هیله دا ده چې هېواد کې سوله راشي او پوځي ښځې له پوځي کالیو سره له کوره ووځو او خپلې دندې ته راشو.»

همداراز د پوله ساتو پولیسو غړې، نجیبه کریمي زیاتوي:«ښځې او نجونې چې لومړۍ پوځ ته راځې ډېر مالومات نلري، خو کله چې روزل کیږي نو تمرکز یې پر روزنې او د وړتیاوو پر لوړولو وي.»

دغه پوځيانې وايي چې تر اوسه یې د افغان ځواکونو په لیکو کې د جګړې له کبله د کورنۍ څو غړي هم له لاسه ورکړي، خو دغو قربانیو د هېواد نه د دفاع لپاره د دوی اراده لا هم پیاوړې کړې ده.

بختور ظریفي په دې اړه وايي:«خاوند او دوه زامن مې چې دواړه پوځیان وو، په جګره کې له لاسه ورکړل. د نظام او خلکو مینې او دا چې د افغانستان لپاره خدمت وکړم د ملي اردو لیکو ته راغلم او تر هغې چې یو څاڅکی وینه مې بدن کې د ملي اردو لیکو کې خدمت کوم.»

همداراز بله افسره، رخشانه حمیدي زیاتوي:«تر هغې چې یو څاڅکی وینه مې وجود کې وي غواړم چې ملي اردو کې ووسم، یو زوی مې شپږ کاله مخکې چې ملي اردو کې یې خدمت کولو، شهید شو، زه د دې پر ځای چې کور کې کینم، راغلم ملي اردو ته، نور زامن مې هم ملي اردو کې دي.»

په داسې حال کې چې پوځي چارواکي یې د کره شمېر په تړاو څه نه دي ویلي، خو زیاتوي چې لویدیځه حوزه کې د پوځ په لیکو کې ښځو ګډون د تېر پرتله دوه برابره زیات شوی دی. 

د پوځ لیکو کې پوځيانې وايي، تر اوسه یې د افغان ځواکونو په لیکو کې د جګړې له کبله د کورنۍ څو غړي هم له لاسه ورکړي، خو دغو قربانیو د هېواد نه د دفاع لپاره د دوی اراده لا هم پیاوړې کړې ده.

شریک یي کړئ