Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد لویدیځ کې د پولیو ضد واکسین کمپاین

د هرات عامې روغتیا ریاست وايي هرات، فراه او بادغیس ولایتونو د ګوزڼ ضد واکسین (یکشنبې د کب په ۴مه نېټه) پیل شو او د دریوو ورځو په ترڅ کې به نېږدې یو میلیون ماشومان واکسین شي.

د یاد بنسټ مسوولین وايي دغه لړۍ هېواد کې د تاوتریخوالي کمښت لپاره په بېړه پیل شوی او تر سې شنبې به دوام وکړي.

د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال، محمداصف کبیر څرګندوي:« له بده مرغه وروستۍ پېښه چې هرات کې ثبت شوې ده، دا په دې مانا چې هرات کې لا هم د ګوزڼ پېښې شته دي.»

د هرات سیمه ییز چارواکي وايي د تاوتریخوالي کمښت د دې لامل شوی چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې هم د واکسین کمپاین عملي شي.

د هرات مرستیال والي، غلام داوود هاشمي زیاتوي د تاوتریخوالیو د کمښت اوونۍ پیل شوې ده:«موږ ډاډه یوو څو وکولی شو چې دا پروګرام په ډاډه توګه پلی کړو.»

د هېواد په لویدیځ کې د ملګروملتو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندوق مسوولین وايي په لویدیځه حوزه کې د پولیو واکیس د کمپاین موخه د کابو یو میلیون ماشومانو واکسین کول دي خو دیرش سلنه دغه ماشومان د طالبانو د مخالفتونو له امله له واکسینو پاتې شوي دي.

په لوېدیځه حوزه کې د ملګروملتو له ماشومانو د ملاتړ صندوق د رسنیو مسوول، امان الله رامز څرګندوي:« نېږدې نهه لکه ماشومان واکسین کېږي چې کابو۶۵۴۵۸۰ ماشومان په هرات کې تر پوښښ لاندې لرو. او کابو ۶۰ تر ۷۰ زره په غور او همداراز په فراه کې له ۲۰۰زرو زیات ماشومان دي چې واکسین به شي.»

د هېواد په لویدیځه حوزه کې د  عامې روغتیا چارواکي وايي په تېرو څو میاشتو کې په دغه سیمو کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور بیلګې ثبت شوې دي.

یوه د ګوزڼ پيښه په هرات، دوې په فراه او یوه هم د بادغیس په بالامرغاب ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.

شریک یي کړئ