ملي دفاع وزارت وايي چې د ملي پوځ ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ترهګریزو ګواښونو په وړاندې ۶۹ ځانګړي عملیات ترسره کړي.
دغه وزارت نن جمعه د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره ویلي چې دغو عملیاتو د هېواد د هوايي ځواکونو ملاتړ له ځان سره درلود، چې په هغه کې د دغو ځواکونو له خوا ۱۰۰ الوتنې شوې دي.
د دغه وزارت په وینا، د ترهګرو ځيني پټنځایونه د هوايي ځواکونو له خوا په نښه او لهمنځه وړل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت همدارنګه وايي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې ۸ چاڼیز عملیات هم ترسره شوي چې په هغه کې د هېواد د ځینو ولایتونو بېلابېلې برخې د ترهګرو له شتونه پاکې شوې دي.
ملي دفاع وزارت په دغې خبرپاڼه کې زیاتوي چې دغه عملیات په عزني، ارزګان، فراه، بادغیس، بغلان، تخار، بدخشان او هلمند کې ترسره شوي دي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي چې په دغو عملیاتو کې د ۱۶ طالبانو په ګډون ۲۳ ترهګر وژل شوي او ۲۱ تنه نور ټپيان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش د پنجشبنې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل چې د ملي پوځ ځواکونه د ټاکنو د امنیت ټينګښټ لپاره چمتووالی نیسي.