Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد هوايي ځواک پخوانۍ پيلوټې د پناه غوښتنه امریکا کې ومنل شوه

د افغانستان هوايي ځواکونو پخوانۍ پیلوټه نیلوفر رحماني چې امریکا متحده ایالاتونو کې یې د پناه غوښتنې لپاره ۱۶ میاشتې په تمه تېرې کړې، په پای کې د ټرمپ ادارې لخوا یې دا غوښتنه ومنل شوه.

مېرمن رحمانې ۲۶کاله عمر لري او په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې د افغان هوايي ځواکونو سره یوځای شوه او د کوچنیو الوتکو لپاره لومړۍ ښځېنه پیلوټه وه.

نوموړې کله چې هغه په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې امریکامتحده ایالاتونو ته د روزنې یوې دورې لباره ولاړه نو د ځان او کورنۍ لپاره یې د پناه غوښتنه وکړه او ویل یې چې له ګواښ سره مخامخ دي.
  
د اغلې رحماني وکیل، کمبرلی موتلي اې بي سي ټلویزیون ته ویلي دي:«د رحماني دوسیه ډېره جنجالي وه که چي اوباما د ادارې په پرتله اوس د پناه غوښتنې ډېر ستونزمن شوي دي. ځکه دا دوسیه ډېره جنجالي وه.»
 
رحماني دوشنبې د غويي پر ۱۰مه د خپلې پناه غوښتنې خبر ترلاسه کړ، په همدې ورځ چې کابل کې دوه ځانمرګي بریدونه شوي وو او په کې ۲۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړ. 

د نیلوفر وکیل رسنیو ته ویلي دي:«رحماني تل د خپلې کورنۍ په اړه اندېښنه لري خو دا چې د هغې پناه غوښتل منل شوي دي، خوشاله ده.»

د رحماني مدافع وکیل څرګنده کړې ده چې نوموړې اوس مهال په متحده ایالتونو کې بیکاره ده او هڅه کوي د متحده ایالتو هوایي ځواک کې دندې ترسره کړي.
 
هغه زیاته کړې ده:«هغه پر خپلې هيلې تمرکز کوي، هغه ځوانه ده،  ډېر په هوښيارۍ، هڅه کوي چې د یوي پیلوټې په توګه کار ته دوام ورکړی.»

د هېواد هوايي ځواکونو پخوانۍ پېلوټه، نیلوفر رحماني کله چې په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې امریکا متحده ایالاتونو ته د روزنې لپاره لاړه، د پناه‎غوښتنه یې وکړه

شریک یي کړئ