د افغانستان پخوانی ولسمشر او د افغانستان د ژغورنې ملي جبهې رییس صبغت الله مجددي د ۹۴ کالو په عمر ومړ.
د صبغت الله مجددي زوی، ذبیح الله مجددي طلوع نیوز ته د دې خبر په تایید سره وویل چې پلار یې له څه وخته راهیسې ناروغ وو او تېره شپه(دوشنبې د سلواغې په ۲۲مه نېټه) له دې نړۍ سترګې پټې کړې دي،
ټاکل شوې د مجددي جنازه سبا د ورځې یوولس بجي په حضوري چمن کې ادا شي.
مجددي له ۲۰۰۵ نه تر ۲۰۱۱ کاله د مشرانو جرګې رییس وو او په ۲۰۰۳ کال کې د اساسي قانون د تطبیق د لویې جرګې مشر هم وه.
مجددي د شوروي او مجاهدینو ترمنځ د جګړې پرمهال جهادي مشر وو او په ۱۳۵۷ هجري لمریز کال کې یې د وخت ولسمشر، ډاکټر نجیب الله حکومت پر وړاندې د افغانستان د نجات ملي جبهه رامنځته کړه.
پر دې سربیره، صبغت الله مجددي د ۱۳۷۱ لمریز کال پسرلي د افغانستان د لنډمهالي اسلامي دولت مشر هم وو.