Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد په بندخونو کې بندیان روغتیايي خدمتونو ته لاسرسۍ نه لري

د کابل په څرخي پله زندان کې پر کورونا ویروس د ۴۷ بندیانو له اخته کېدو وروسته، اوس خینې دغه بندیان د بندیانو په منځ کې د دغه ویروس د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي چې ځینې بندیان ناروغان دي او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسۍ نه لري.

بندیان وايي که چېرې د دغو بندیانو په هکله جدي پرېکړه ونه شي، د دغو بندیانو ژوند به له خطر سره مخ شي.

دغه بندیان چې ډېری یې د څرخي پله زندان په اتم او لسم بلاک کې دي طلوع نیوز ته د انځورونو له استولو سره وايي چې د هغوی ډېری ښه روغتیايي وضعیت نه لري او شونې ده چې په کورونا ویروس اخته شوي وي.

په دغې ویډیو کې لیدل کېږي چې یو له دغو بندیانو وايي چې هم ټوخېږي، هم تبه لري، او همدارنګه په ساه اخیستو کې هم ستونزه لري او ډوډۍ هم نه شي خوړلای، چې احتمال کېږي په دغه ویروس اخته شوی وی.

بل زنداني وايي:«هېڅوک د څرخي پله زاندان ته پاملرنه نه کوي. وضعیت د خرابېدو په لور وران دی او که چېرې پاملرنه ونه شي، خدای مه کړه یوه ستر ناورین به رامنځته شي او ډېرې جنازې به له څرخي پله بهر شي.»

دغه بندیان زیاتوي هغه فرمانونه چې د ۱۲ زره بندیانو د ازادولو لپاره صادر شوي، عملي شي.

خو چارواکي وايي چې له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره په زندانونو کې او د غوايي د اتمې په مناسبت تراوسه ۶ زره بندیان ازاد شوي او دا بهیر دوام لري.

د بندخونو د چارو تنظیموونکې ادارې مسلکي مرستیال خلیل رحمان متوکل په دې اړه وویل:«زموږ هڅه دا ده چې بهیر روڼ وي او ورته مهال پوره دقت وکړو او په دې اړه د عمل سرعت هم ولرو چې په بندخونو کې له انساني تلفاتو مخنیوی وشي.»

د بندخونو چارو د تنظیم ادارې ویاند فرهاد بایاني هم وايي:«محکومین د جزايي قانون د ۳۵۰ مادې جرایم، د کورني او بهرني امنیت پر ضد جرایم د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي جرایم او د قصدي وژنې جرایم د مقتول د ورثیې د ابرا لرو په استثنا، د حق العبدي حفظ او ممنوع الخروجي یې له دغه حکم څخه مستثنا دي.»   

د ۱۲ زره بندیانو د ازادېدو فرمان له هغې وروسته ولسمشر اشرف غني صادر کړ چې په هېواد کې کورونا ویروس خپور شو.

شریک یي کړئ