Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد په شمال کې د بي ۵۲ الوتکو د بریدونو پیل او له هغو هرکلی

د امریکا ملي پوځ خپل هېوايي په ځانګړې توګه د «بي ۵۲ الوتکو» بریدونه له سوېل څخه شمال ته وغځول.

په تېرو پنځو ورځو کې امریکايي الوتکو له چین او تاجیکستان سره د افغانستان په سرحدي سیمو کې د طالبانو پر روزنیزو مرکزونو او د نشه‎یې توکو پر کارخونو بریدونه وکړل.

اخوا د افغانستان حکومت د امریکا له دې پرېکړې ملاتړ کوي او د بریدونو زیاتوالی غواړي.

په همدې حال کې د جوزجان ولایت چارواکي وايي په درز اب ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۲۵ داعشیان وژل شوي.

د امریکا د پوځيانو له‎خوا د بي ۵۲ ډوله الوتکو نوي خپاره شويو انځورونو کې ښکاري چې په هلمند او بدخشان ولایتونو کې یو شمېر سیمې چې د طالبانو ښوونیز او د نشه‎يي توکو د تولید مرکزونه دي د امریکايي پوځیانولخوا په نښه کېږي.

د بدخشان امنیه قومندان عبدالخالق اقسای څرګنده کړه:«د هغوی پرسونل او زغرګاډو ته ستر زیان رسېدلی او د هغوی پټن‎ځایونه ویجاړ شوي دي.»

په تېرو څوارلسو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې واشنګټن د افغانستان په شمال ختیځو سیمو کې د طالبانو په پټن‎ځایونو دغه ډول بمونه غورځوي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي څرګندوي:«بې پيلوټه او بي ۵۲ الوتکې ډېرې ګټورې پرېوتلې دي.»

ظاهراً دغه بریدونه په هغو سیمو کې ترسره کېږي چې امنیتي ځواکونه هغو سیمو ته د ځمکې له لارې د تلو توان نه‎لري او یادې سیمې هم په بشپړه توګه د حکومت له ولکې وتلې دي.

پخوانی پوځي عتیق الله امرخیل په دې اړه وايي:«د هوايي زده‎کړو په لومړیو پاڼو کې لیکل شوي چې له دغو بریدونو سره کولای شي چې یو ښار ویجاړ کړئ خو تر هغه چې دغو برخو ته د سرتېري بوټ ونه رسېږي تاسې نه‎شئ کولای دا سیمه خپله کړئ.»

خو په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو د فعالیت بله برخه د افغان پوځيانو روزنه ده.

د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس په ډاګه کړه:« افغان پوځيان د جګړې اصلي پیټۍ په غاړه لري هغوی به د طالبانو او حقاني شبکې پر ضد جګړه کې د ناټو او امریکا له ملاتړه برخمن وي او جګړې ته به دوام ورکړي.»

د امریکا د دفاع وزارت مرستیال رنډال شرایفر هم څرګندوي:« په عصري وسلو د افغان پوځيانو سمبالول بله برخه ده او ترڅنګ يي دغو پوځيانو ته موږ روزنه هم ورکوو.»

د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د کار پيل سره په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو هوايي بریدونو زور واخیست د بېلګې په ډول په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې پر طالبانو او نورو وسله والو ډلو د امریکايي الوتکو له‎خوا  ۴ زره او ۳۰۰ بمونه غورځول شوي دي.

شریک یي کړئ