پوځي چارواکي وايي چې د هېواد په شمال کې د داعش ډلې عمومي مسوؤل د جوزجان ولایت په ارزآب ولسوالۍ کې وژل شوی دی.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند، محمدحنیف رضايي نن(شنبې د وري۱۸مه) څرګنده کړه چې د داعش ډلې دا مسوؤل قاري حکمتالله نومېده چې له خپل یوه ساتونکي سره د افغان ځواکونو هوايي برید کې وژل شوی دی.
دی زیاتوي، داعش ډلې اوسمهال د هېواد په شمال کې د مولوي حبیبالرحمن په نامه یو کس د مسوؤل په توګه ګمارلی.
ښاغلی رضايي وړاندې وايي چې داعشیانو د قاري حکمتالله مړی د درزآب ولسوالۍ په سردرې کلي کې خښ کړی او ټاکل شوې چې نن یې له خاورو بېرته راوباسې او بيبي مریم کلي کې یې خښ کړي.
دا کلي د داعش ډلې تر ولکې لاندې دي.