Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد په څو ښارونو کې د جګړې د دوام په اړه د خلکو اندېښنې

د هېواد په څو ښارونو کې د جګړې دوام، د هغه څه په اړه چې په دغو برخو کې د سلګونو کورنیو ژوند له ستونزو سره مخامخ کېدل ګڼي، اندېښنې راپارولې دي.

په څه باندې یوې اوونۍ کې، د کندوز ښارونه، پلخمري، او فراه د جګړو شاهدان وو او په دې موده کې، د هېواد په ځينو نورو برخو کې هم له تاوتریخوالي ډګې پېښې رامنځته شوې دي. 

په دې لړ کړې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې دغو جګړو د ټولو هېوادوالو لپاره چاپېریال تنګ کړی او ولسي وګړي هره ورځ په دغو تاوتریخوالو کې زیان ویني.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رییسه شهزاد اکبر نن شنبې (د وږي په ۱۶مه) طلوع نیوز ته وویل:«له بده مرغه روانې جګړې او تاوتریخوالي پر ټولو خلکو چاپېریال تنګ کړی. د افغانستان ولسي وګړي هره ورځ زیان ویني.»

جګړو او له تاوتریخوالو ډګو پېښې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ډېرې کورنۍ د ویر په ټغر کېنولي دي.

یو له دې سیمو چې جګړې په کې هر څه خراب کړي دي، د کندوز ښار دی. یوازې امام صاحب ولسوالۍ کې سلګونه کورنیو، د جګړې له وېرې خپل کورونه پرېښي دي.

د امام صاحب اوسېدونکې پري ګل وویل:«هماغه شپه چې طالبانو زموږ سیمه ونیوله، موږ بې ځایه شو او اوس څلور شپې کېږي چې راوتلي یوو.»

د امام صاحب ولسوالۍ قومي مشر صفي الله برنو وايي:«د خلکو کورونه ویجاړ شول، خلک پرېښانه شوي، څه باندې پنځه سوه کورنۍ بې‎ځایه شوي دي.»

د جمعې په ورځ فراه ښار هم د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو شاهد و. هغه نښتې چې څو ساعتونه یې دوام وکړ.

سیمه‌ییز خبریال خوشحال ځلاند په دې اړه وايي:«اوس هم ویل کېږي چې د دولت وسله‎وال مخالفان، د ښار په دوه برخو کې دي او چمتووالی نیسي چې بیا هم پر ښار برید وکړي.»

په ورته وخت کې امنیتي بنسټونه په ځانګړې توګه دفاع وزارت وايي چې امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې طالبان له هغو سیمې په شا کړي چې مُلکیانو ته زیان رسېږي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان څرګنده کړه:«خپل عملیات مو د ښارونو په ځانګړې توګه فراه، کندوز او پلخمري ښارونو شاوخوا د ترهګرو له شتونه د بشپړو پاکولو لپاره پراخ کړي دي. خو یوازې ننګونه چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په وړاندې ده، ولسي وګړو ته زیان رسېدل دي.»

اخوا بغلان کې هم له یوې اوونۍ راهیسې جګړه روانه ده او ډېری اوسېدونکي یې د ناچارۍ له کبله نورو سیمو ته ګډه شوي دي.

جګړو او له تاوتریخوالو ډګو پېښې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ډېرې کورنۍ د ویر په ټغر کېنولي او یا یې بې کوره کړي دي.

شریک یي کړئ