Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد یو زده‎کړیال په هند کې د سرو زور مډال ترلاسه کړ

۲۴ کلن ځوان محمد حلیم دیدار،د هند په یوه پوهنتون کې د نړۍ د ۳۷ هېوادونو د زده کړیالانو په منځ کې د ماسټرۍ په برخه کې غوره زده‎کړیال وپېژندل شو او د دویم ځل لپاره یې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ،هغه د لیسانس په دوره کې هم دهندوستان په یوه پوهنتون کې د سرو زرو مډال ترسره کړی وه.

دغه ځوان وايي چې د هسپانیا د پولي تکنیک یو پوهنتون د هغه د یوې څېړنې په وړاندې چې«مصنوعي هوښ»نومېږي،هغه ته بورس وکړی ترڅو خپلې زده‎کړې د ډوګټورا تر کچې پیل کړي.

ښاغلی دیدار وايي:«د مالوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د مایکروسافت کمپنۍ له‎خوا له ازموینې څخه وروسته د MCITP  لقب یې ترلاسه کړ هم دارنګه د اوراکل کمپنۍ له‎خوا،له درې ازموینو څخه وروسته هغه ته د«ډېټابیس پروفشنل»لقب ورکړل شو. او د لیسنانس په دوره کې وتوانېدم چې د همدرد په پوهنتون کې د نړۍ د ۳۷ هېوادونو د زده‎کړیالانو په منځ کې د لوړو نمرو په اخیستو سره د هند د لومړي وزیر د مرستیال له خوا د سرو زرو مډال ترلاسه کړم.»

ښاغلي دیدار کمپیوټر په څانګه او همدارنګه د سافټ‎ویر مهندسۍ په برخه کې زده کړې کړي دي؛د ماسټرۍ په لړ کې د هند په یوه پوهنتون کې په تدریس هم بوخت وه.ټاکل شوې ده چې هغه تر راتلونکو څو ورځو د دکترا دورې د پیل لپاره هسپانیا ته ولاړ شي.

د حکومت له بې پروايۍ څخه نیوکې‌

‌‌د پوهنتون یو شمېر استادان حکومت د لایقو ځوانانو په نه ملاتړ تورنوي.

د پوهنتون استاد محمد نعیم عظیمي وايي:«موږ په هېواد کې ډېر کدرونه لرو چې ورځ په ورځ په افغانستان کې کدرونه سرونه راپورته کوي؛خو له بده مرغه چې په هېواد کې د هغوی د ساتنې لپاره ستونزې مو لرلې دي.»

د پوهنتونونو د استادانو په وینا په هېواد کې بې‎شمېره استعدادونه شته،خو د ادارو د بې پروایۍ او د حکومت له خوا د نه ملاتړ له امله،هېواد یې پرېښی دی.هغوی وايي چې په ځينو حالاتو کې له استعداد لرونکو ځوانانو څخه د ابزارو په توګه کار اخیستل کېږي.

شریک یي کړئ