Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد ځوان سندرغاړی فهیم رحیمي ومړ

د هېواد ځوان سندرغاړی فهیم رحیمي چې له یوې مودې ناروغ و، تېره شپه کابل کې ومړ او نن یې مړی خاورو ته وسپارل شو.

ځينو سندرغاړو چې نن د فهیم رحیمي د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی وو، هغه یې په خپله برخه کې یو ځواکمن او بې بدیله سندرغاړی وګاڼه.

د فهیم رحیمي د مړینې خبر د دوشنبې له سهاره د خواله رسنیو په منځ کې لاس په لاس کېده.

دغه ځوان د څه باندې یوې لسیزې په اوږدو کې د سندرو په ویلو سره د هېوادوالو په منځ کې ځای ځایګی موندلی و.

د دغه ځوان سندرغاړي خپل خپلوان وايي، چې هغه له څه مودې راهیسې ناروغه و.

 د فهیم رحیمي خوریي تمیم وویل:«څو روغتونونو ته مو بوته. بالاخره یې وویل چې دی د زړه تکلیف لري او د پښتورګو تکلیف هم ورته پيدا شوی دی.»

د فهیم رحمیي د تره زوی عرفان هم وايي:«تل یې ویل چې انګلیسي زده کړه چې تا پیلوټ کړم.»

د فهیم رحیمي ورور حکیم هم زیاته کړه:«مهربانه و، زړه سوانده و، سخا یې لرله، سخي و، خو نور له موږ سره نه دی.»

فهیم رحیمي د سندرغاړو او د هغه د مینه والو په منځ کې پر ښه چلند مشهوره و.

سندرغاړی یوسف نثار وايي:«هغه ځوان و چې د هنر په برخه کې یې له خپلو دوستانو سره ځانګړې مشوره کوله. هېڅکله یې بې باکي نه کوله.»

بل سندرغاړی میرویس نجرابي هم وویل:«له هغو سندرغاړو و، چې نشتون یې واقعاً د افغانستان د موسیقۍ لپاره ستره تشه ده.»

د هېواد بل سندرغاړی شریف ساحل هم څرګندوي:«په دې برخه کې یې غوښتل ډېر خدمت وکړي. وروستۍ هیله یې دا وه چې د موسیقۍ په برخه کې کتاب ولیکي او چاپ کړي او ویل یې دا کارونه چې کوم، یو لوري دي؛ خو زه غواړم یک کتاب چاپ کړم.»

فهیم رحیمي د ۳۵ کالو وو. هغه چې کورنۍ یې په کابل کې د کورنیو جګړو پر مهال پاکستان ته کډوال شوی و؛ د ځوانۍ پر مهال یې سندرو ته مخه کړه او په څه باندې یوې لسیزه کې یې ډېرې سندرې خپلو مینه والو ته وړاندې کړې.

له هغه یوه مېرمن، ۴ زامن او یوه لور پر ځای پاتې شول.

شریک یي کړئ