Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د واخان خېمه مېشتي د زده کړو لپاره قرغزستان ته تللي

تېر کال په مني کې د افغانستان بدخشان ولایت د واخان له لارې یو شمېر قرقزانو هڅه وکړه چې قرقزستان ته ښوونځیو ته د خپلو اولادونو د لېږد په موخه ولاړ شي.

دغې ۳۳ کسیزې ډلې له دې مخکې د بدخشان په واخان کې یې ژوند کاوه.

قرغزان افغانستان کې قومي توکم دی چې د پامیر په لمنو کې له سینده په ۳۴۰۰متر لوړوالي کې ژوند کوي.

د دې توکم یوې ډلې اوس افغانستان پرېښۍ او قرغزستان ته تللي دي. د تګ په وخت کې دوی چې په ډله کې یې یوه امیندواره ښځه هم وه د بدخشان مرکز فیض آباد ښار ته راغلي. دوی تېر کال په سپټمر کې له یوې اوونۍ مزله تاجکستان ته رسېدلي او بیا یې د قرغزستان له چارواکو سره تر لیدنې وروسته دې هېواد کې د ژوند کولو غوښتنه کړې ده.

د دې کورنۍ ماشومان اوس مهال ښوونځیو ته ځي او د سرلیک(د قرغزستان د لوست لیک) پر زده‎کړې بوخت دي.

دوی وايي، هیله لري چې له زده‎کړو وروسته خپل هېواد ته ستانه شي او د خپلې سیمې ماشومانو ته هم زده کړې ورکړي.

دا افغان قرغزان کله چې قرغزستان ته رسېدلي، امیندوارې مېرمنې هلک ماشوم له زیږېدو وروسته پر خپل ماشوم یې د قرغزستان د ولسمشر نوم (المازبیک) ایښی. د یاد هېواد ولسمشر الماز بیک اتامبایف هم له دې کورنیو سره مرستې کړې ده.

د بدخشان ۳۳ کسیزه د قرقزانو ډله اوس مهال په قرقزستان کې ژوند کوي او ماشومان یې ښوونځي ته ځي. دغې ۳۳ کسیزې ډلې له دې مخکې د بدخشان په واخان کې یې ژوند کاوه.

شریک یي کړئ