Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د وحیدي د محاکمې په اړه د محکمې دویمه غونډه بې پایلې پایته ورسېده

د وزیرانو د ځانګړې محکمې دویمه غونډه چې د مخابراتو او ټکنالوژۍ د پخواني وزیر عبدالرازق وحیدي د محاکه کولو لپاره نن شنبې (د چنګاښ په ۳۰ مه) جوړه خو بې پایلې پای ته ورسېده.

په داسې حال کې چې ټاکل شوې وه په دغې غونډه کې، پر ښاغلي وحیدي د لګول شوي تورونو په اړه پرېکړه وشي، خو محکمه د دغې دوسیې پر دقیقه څېړنه ټینګار کوي.

له واکونو ناوړه استفاده او پر مخابراتي خدمتونو د ۱۰ سلنه مالیې په عوایدو کې تالا ترغۍ، د ملي یووالي حکومت د کابینې پر دغه پخواني غړي له مهمو تورونو څخه دي.

لکه څرنګه چې عبدالرزاق وحیدي د دې محکمې په لومړی غونډه کې غوښتې وو؛ په دویمه غونډه کې  د رېیل ټایم یا د مخابراتي خدمتونو د محصول څارونکی سیسټم وڅېړل شو.

 اخوا ښاغلی وحیدي چې پر ځان لګېدلي تورونه نه مني د هغه څه خبرې کوي چې په وینا يې په دې دوسیې پورې له اړوندو ځینو قضیو نه پرده پورته کوي. او د دغو مسایلو افشا کول په دې محکمه کې د نورو کسانو په حضور پورې تړلي بولي.

د مخابراتو او ټکنالوژۍ پخواني وزیرعبدالرزاق وحیدي څرګنده کړه:«ولسمشر ۱۵ پلاوي وګمارل چې راغلل او د مخابراتو په وزارت کې دنده ورکړل شوه؛ په داسې حال کې چې مالیې وزارت ته وايي یو پلاوی هم حق نه لري چې ولاړ شي! ډېرې خبرې دي چې زه اوس نه غواړم څه ووایم، بیا کله چې موږ ښاغلی اکلیل حکیمي دلته راوغوښت، په څرګنده هغه ورځ خبرې کوم.»

له څو ساعته پوښتنواو ځوابونو او بحث وروسته بالاخره د دې محکمې دویمه غونډه هم بې پایلې پایته ورسېده.

د محکمې رییس محمد زمان سنګري په دې اړه وویل:«د داوړو خواوو له پوښتنو او ځوابونو دا جوته شوه چې موضوع ډېرې رسېدنې ته اړتیا لري او هغه سندونه چې وړاندې شول، بشپړ دقت ته اړتیا لري.»

شاوخوا یو نیم کال وړاندې ولسمشر غني په مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت کې د عبدالرزاق وحیدي دنده د اداري فساد په تور وځنډوله.

د ښاغلي وحیدي لومړنۍ محکمه، د روان کال د چنګاښ په ۱۱ مه نېټه ترسره شوه.

 وبه لیدل شي چې د وزیرانو د ځانګړې محکمې په درېیمه غونډه کې به د کابینې د دغه پخواني چارواکي د دوسیې په تړاو پرېکړه وشي او که نه.

همان گونه که عبدالرزاق وحیدی، در نشست نخست این دادگاه خواسته بود، در دومین نشست، موضوع ایجاد «ریل تایم» یا سیستم نظارتی محصول خدمات مخابراتی نیز در دادگاه به بررسی گرفته شد.

شریک یي کړئ