Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د وزیرانو د واکونو په هکله د کار وزارت څرګندونو په اړه غبرګونونه

په کابینه کې د وزیرانو د «د واکونو» په هکله د کار او ټولنیزو چارو وزارت نوماند سید انور سادات څرګندونو د ولسي جرګې ځينو غړو غبرګونونه راپارولي دي.

ښاغلي سادات څو ورځې مخکې کابل کې په یوې خبري ناسته کې چې له افغانستان سره د سوېلي کوریا د لس مېلیون ډالري مرستو د هوکړه لیک د لاسلیکولو لپاره جوړه شوې وه، وویل چې د ولسمشر د فرمان له مخې وزارتونه نه شي کولای چې له ولسمشرۍ ماڼۍ سره له شریکولو او همغږۍ پرته له افغانستان سره له مرسته کوونکو بنسټونو سره هوکړه لیک لاسلیک کړي.  او دا هوکړه لیک په حقوقي چارو کې د ولسمشر د سلاکارکبیر عیسی خېل له تایید وروسته لاسلیک کېږي.

خو په ولسي جرګه کې ځينې قانون جوړونکي د ولسمشر دا کار په ارګ کې د واک انحصار بولي.

د ولسي جرګې غړی خان آقا رضايي په دې اړه وویل:«د حقوقي سلاکارۍ رامنځته کول او یا هم د وزارتونو تر اغېز لاندې راوستل چې د هېواد قانوني بنسټونه دي له قانون سره په ټکر کې دي او همدا ډول مو چې تجربه کړې د اساسي قانون ډېری مواد د ښاغلي غني د حکمونو پر واسطه نقص کېږي.»

د ولسي جرګې غړی  ضیاالدین ضیا هم زیاتوي:«مخکې هم ولسمشرۍ ماڼۍ غوښتي و چې واک انحصار کړي، په ولسمشرۍ ماڼۍ دا د قانون پر خلاف و او په افغانستان کې ښه تجربه نه وه. که چېرې اوس هم خپل دغه کار ته دوام ورکړي موږ بیا هم راتلوونکو پنځو کلونو کې ښه تجربه ونه لرو.»

خو ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې ټولې ادارې د قانون له مخې خپل کارونه ترسره کوي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي څرګندوي:«د قوانینو پر بنسټ هر بنسټ خپل وظیفوي صلاحت او خپل مشخص کاري حدود لري. دا چې یوې ادارې د بلې ادارې واک اخیستی وي دا د منلو وړ نه ده او موږ هغه نه منو او سمه نه ده.»

تر دې وړاندې هم د موازي بنسټونونو د جوړېدو او د ولسمشر له لوري د ښاد محمد څرګند په څېر خپلو سلاکارانو ته د ډېر واک ورکولو په تړاو رپوټونه خپاره شوي دي او دا چلند د دې لامل شوی دی چې حکومت په ارګ کې د واک په انحصار تورن شي.
 
شریک یي کړئ