د کابل ښار په مرکز د وزیر محمد اکبرخان په جومات کې یوې چاودنه د دغه جومات د ملا امام محمد ایاز نیازي په ګډون دوه تنه شهیدان او اته تنه نور یې ټپيان کړل.
د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې چاودېدونکي توکي د دغه جومات په انګړ کې ځای پر ځای شوي و.
د دغې خپرپاڼې پر بنسټ، محمد ایاز نیازی لومړی د ټپيانو په منځ کې و خو له هغې وروسته چې روغتون ته یوړل شو، ساه ورکړه.
دا په داسې حال کې ده چې د چاودېدونکو توکړو د ځای پر ځای شویو توکو او مقناطیسي ماینونو چاودنې په تېرو دوو میاشتو کې کابل کې زیاتې شوې دي.
ولسمشر غني په یوې خبرپاڼه کې دغه چاودنه غندلې ده.