Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د وسله‎‌والوغلاو زیاتوالي په تړاو د مزارشریف د اوسېدونکو اندېښنه

د بلخ ولایت د مزار شریف ښار اوسېدونکي وايي چې په دې وروستیو ورځو کې وسله والې غلاوې ډېرې شوې دي او امنیتي ځواکونه یې د مخنیوي په برخه کې بریالي نه دي.

دوی د وسله والو غلاوو زیاتوالی په دغه ښار کې د امنیتي ځواکونو لپاره د شرم وړ بولي.

تازه پېښه کې غلو د مزارشریف ښار سید آباد څلور لارې کې د اوړو خرڅوونکي ۶۶۰۰۰۰ افغانۍ د خلکو سترګو پر وړاندې ووړې.

مزارشریف ښار کې ټکسي چلوونکی، محمدرجب وايي د حالاتو خرابوالي له کبله پیسې ورسره نشي ساتلی:«یو کس چې جیب کې لس زره افغانۍ ولري، هغه خپل کوره پورې نشي وړی.»

د مزار شریف ښار بل اوسېدونکی، محمدبشیر زیاتوي:«د سترګو لیدلی حال مې دی، څو ورځې مخکې څلورو وسله والو د مزارشریف ښار په کامګارچوک کې پر یوه سمنټ پلورونکي برید وکړ، موټر یې هم وېوړ او پیسې یې هم، هغه یې ټپي کړ او اوس روغتون کې دی.»

د بلخ ولایتي شورا رییس، محمدافضل حدید هم وايي چې خلک له وسله والو غلاوو په تنګ شوي دي.

نوموړی زیاتوي:«تر هغې چې غلو ته سزا ورنکړل شي دغه ښار کې به جنايي جرمونه را کم نشي.»

د بلخ ولایت د سوداګرۍ خونو رییس، آرش یونسي وايي چې وسله والو غلاوو بلخ کې سوداګرهم اندېښمن کړي دي.

هغه زیاتوي:«نن هېڅ موټر حاضر نشوو چې ښار ته د تېر په څېر ولاړ شي او په مناسب نرخ خلکو ته اوړه وپلوري او دا د اندېښنې وړ ده.»

 همداراز د بلخ لایت امنیتي چارواکي هم مني چې د وسله والو غلو مخنیوي په برخه کې کمکارۍ شوې دي، خو وايي چې مخه به یې ونیسي.

محمداجمل فائز زیاتوي:«موږ خپله تشه منو، دا چې موږ باید جدي پام کړی وی په دې برخه کې، او له دې تشې غلو استفاده کړې ده او داسې یو کار یې کړی دی، انشاالله ژمنه کوم چې غله به ونیسو.»

دوې اوونۍ مخکې دوه تنه وسله وال د حضرت علي زیارت لویدیځ ته یوه دوکان ته د ننه شوي او نغدې پېسې او د دوکان توکي یې له ځانه سره وړي وو.

د مزار شریف اوسېدونکي وايي چې په دې وروستیو ورځو کې د وسله والو غلاوو په تنګ شوي دي

شریک یي کړئ