Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د وسله والو بریدونو او جنايي جرمونو زیاتوالي په اړه د خلکو نیوکې

څه باندې دوه اوونیو کې کابل د پولیسو پر پوستو د څلورو وسله‎والو او دوه ځانمرګو بریدونو شاهد دی.

په دغې موده کې، د کابل په بیني حصار، دشت برچي، دارالامان دوغ اباد او څرخي پله په سیمو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو وسله‎وال بریدونه شوي دي. په دغو بریدونو کې، لږ تر لږه لس سرتېري وژل شوي او لس تنه نور یې ټپیان دي. 

د دوشنبې په ورځ(د غبرګولي په ۶ مه)، ناپېژاندنه وسله‎والو کابل کې پر یوه کور برید وکړ او د دغې کورنۍ اوه غړي یې ووژل.

تېره ورځ(پنجشنبې د غبرګولي په ۹مه) کابل ښار کې د مارشال فهیم پوځي پوهنتون ته څېرمه ځانمرګي برید شپږ تنه ووژل او شپاړس تنه نور یې ټپيان کړل.

نن سهار جمعه (د غبرګولي په ۱۰مه) د کابل ښار څرخي پله په سیمه کې د موټر بم چاودنه کې، لږ تر لږه څلور ولسي وګړي وژل شوي او د څلورو امریکايي سرتېرو په ګډون لس تنه ټپيان دي.

له دې پېښو سره جوخت، څو نور جنايي پېښې په کابل ښار کې رامنځته شوي دي. 

کابل مېشتي، په دغه ښار کې د ترهګریزو او جنايي جرمونو پر زیاتوالي نیوکې کوي او وايي چې ډېر اندېښمن دي.

د کابل اوسېدونکی صبغت الله سپين وايي:«موږ په یوه داسې هېواد کې ژوند کوو چې شونې ده هلته هره شېبه یوه پېښه رامنځته شي؛ اوس بریدونه دننه کابل ښار ته رسېدلي او په اوونۍ کې درې بریدونه کېږي. حکومت د دغه وضعیت د مخنیوي لپاره هېڅ ډول واضح پروګرام نه‎لري.»

خبریال سید مهدي علوي نژاد هم څرګنده کړه:«په دې برخه کې مسوولین ډېره بې غوري کوي او دا مسله جدني نه ګڼي... ډېر د اندېښنې ځای دی؛ که‎چېرې متوجه شو وینو چې طالبان راغلي او د حکومت د غوږ ترڅنګ رسېدلي دي.»

له بلخوا کابل ښاریان وايي که امنیتي ځواکونه د دغه راز پيښو د کمولو او مخنیوي لپاره اقدام ونه کړي وضعیت به لاخراب شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي:«د هېواد د امنیتي ځواکونو د شپې او ورځني فعالیتونو پر بنسټ دښمن نه شي کولای چې مخامخ جګړه وکړي.»

د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان د ننه په ښار کې پر امنیتي پوستو وسله وال بریدونه په پلازمېنه کې د امنیت د ګډوډولو لپاره د دولت د مخالفو وسله والو د بریدونو نوې بڼه ګڼي او خبرداری ورکوي که امنیتي ادارې دغو بریدونو ته جدي پام ونه کړي وضعیت به لاخراب شي.   

په تیرو دوو اونیو کې پر بني حصار سربیره د کابل په دوغ اباد، دشت برچي او پلچرخي سیمو کې د پولیسو پر پوستو بریدونه شوي دي.

شریک یي کړئ