په کاپیسا ولایت کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت د علماوو شورا رییس ګل محمد حنیفیار د ناپېژانده وسلهوالو کسانو په برید کې ووژل شو.
د کاپیسا د والي ویاند قیس قادري په دې اړه وايي چې ګل محمد حنیفیار، نن ګهیځ له خپل یوه ساتونکي سره د دغه ولایت د کوهستان ولسوالۍ د دویمې حصې په خم رباي کلي کې د ناپېژانده د برید ښکار شو.
په دغه پېښه کې ښاغلی حنیفیار او ساتونکی وژل شوي دي.
د کاپیسا د والي ویاند وايي چې وسلهوال کسان د پېښې له سیمې تښتېدلي دي او په دې اړه د پولیسو پلټنې پيل شوي دي.