Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ولایتي شورا غړي:د سوداګرۍ او صنعت نوماند وزیر موږ ته سپکاوی کړی

د څو ولایتونو د ولایتي شوراګانو ځينې غړي ادعا لري چې کله چې د سوداګرۍ او صنعت نوماند وزیر اجمل احمدي دفتر ته د هغه د لیدو لپاره ولاړ، اجمل احمدي هغوی ته سپکاوی وکړ.

د خلکو دغو استازو، نن (یکشنبې، د وږي په ۲۴مه) کابل کې په یوې اعتراضیه غونډه کې، د اجمل احمدي ضبط شوی غږ چې په هغه کې اورېدل کېږي چې  یو پر دغو استازو په غصه شوی، خپور کړ.

د کندهار، بلخ او زابل د ولایتي شوراګانو دغه استازي وايي چې اجمل احمدي نه‎شي کولای په ملي ژبو دري او پښتو خبرې وکړي. او همکاران یې د نورو خبرې هغه ته په انګلیسي ژباړي. 

د کندهار د ولایتي شورا غړی عطاالله عطا په دې اړه وویل:«موږ ټول وکیل صاحبان چې له وزیر سره کېناستو، وزیر له موږ سره پښتو او دري خبرې نه‎شوی کولای؛ هغه په انګلیسي خبرې کولې او موږ په پښتو او دري، دا یو ستره خواشیني ده.»

د بلخ د ولایتي شورا غړی ریحان سادات هم څرګنده کړه:«کله چې د سوداګرۍ وزارت ته ولاړو له بده مرغه ډېر ناوړه چلند وکړ چې د یوه وزیر له شان سره نه ‎ښايي.»

د خلکو دا استازي وایي چې د صنعت او سوداګرۍ نوماند وزیر باید له سپکاوي ډک دغه چلند په تړاو سپناوی وړاندې وکړي.

د زابل د ولایتي شورا غړی عطا جان حق بیان وايي:«له ولسمشر صاحب څخه غواړي چې دا ډول وزیران پارلمان ته معرفي نه کړي، او که‎ داسې کار کوي په پارلمان کې د خلکو له استازو غواړو چې دوی ته د اعتماد رایه ورنه‎کړي.»

خو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې اجمل احمدي له هغوی سره قانوني چلند کړی دی .

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند سمیر رسا څرګنده کړه:«هېچا ته مو سپکاوی نه دی کړی، نه مو ښکنځل کړي، خو قانوني چلند و او جدي چلند و.»

اجمل احمدي تېر کال د ولسمشر له لوري د صنعت او سوداګرۍ د نوماند وزیر په توګه معرفي شو. ښاغلی احمدی تر دې وړاندې د ولسمشر غني سلاکار و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه