Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ولسمشرۍ ماڼۍ او جمعیت اسلامي ترمنځ د خبرو اترو د پیل احتمال

د جمعیت اسلامي یو ویاند وایي، حکومت غواړي چې له جمعیت اسلامي سره د وروستیو ناندریو د ختمولو لپاره د خبرو غوښتنه کړې ده.

بل خوا د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور ته نېږدې کسان وایي،ترڅو چې د خبرو اترو پایله مالومه نه‎شي حکومت ته به اجازه ورنه‎کړل شي چې د نور د استعفا د منظورۍ په برخه کې کوم ګام اوچت کړي.

د حکومت او جمعیت اسلامي د اختلافونو په دوام کې اوس د خبرو اترو په موخه د لارې له پرانستو ویل کېږي.

دغه اختلافونه یوولس ورځې وړاندې د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور د استعفا له منظورې وروسته پيل شول.

د جمعیت اسلامي ګوند د ویاند مرستیال ذبیح فطرت وویل:«د افغان حکومت له خوا د خبرو اترو د پیل لپاره غوښتنې شوي، له زیات احتمال سره چې دغه خبرې اترې به د راتلونکې اوونۍ په پيل کړې شروع شي.»

د جمعیت اسلامي ګوند د ویاند مرستیال اجراییه رییس د خپلو خبرو مقابل لوری نه بولي او زیاتوي د جمعیت اسلامي مشرتابه به له ولسمشر غني سره خبرې اترې وکړي.

ښاغلي فطرت زیاته کړه:«طبعاً چې زموږ مقابل لوری ولسمشرۍ ماڼۍ ده د ارګ له خوا غوښتنې شوي دي.»

د شهید مسعود بنسټ مشر ولي مسعود په دې اړه څرګنده کړه:«اصلي ستونزه د مرکزي حکومت او بلخ ترمنځ ده. له بده مرغه ځينې یې په واقعیت کې د جمعیت په چوکاټ کې راوستي او په چوکاټ کې د شخصي اجندا په څېر خبرې کوي.»

د خبرو اترو له نشتونه ګواښ

اخوا عطا محمد نور ته نېږدې کسانو د دغو لانجو د پای ته رسېدو په موخه خبرو ته شين څراغ ښودلی خو د لانجو پر دوام ګواښ ورکوي.

د بلخ د ولایتي شورا مشر او عطا محمد نور ته نېږدې کس افضل حدید په دې وویل:«زموږ خلک هېڅ شی په زور نه مني.»

اخوا په کابل کې د جمعیت اسلامي د انسجام شورا د خبرو له لارې د حکومت او جمعیت اسلامي د لانجو هوارېدل غواړي.

د ولسمشر یو لوړ پوړی سلاکار الماس ذاهد هم په دې غونډه کې ګډون لري.

د جمعیت اسلامي د انسجام شورا مشر سید اکرام معصومي زیاته کړه:«د څه لپاره زموږ جګړه په څه ده؟ پر مقام او څوکۍ.»

د ولسمشر سلاکار الماس زاهد څرګنده کړه:«دا حکومت د افغانستان د خلکو حکومت دی. د ولسمشر او د جراییه رییس شخصي مال نه دی.»

ولسمشرۍ ماڼې له جمعیت سره د خبرو اترو او د لانجو د پای ته رسېدو په اړه څه نه وايي خو یوه حکومتي سرچینه وايي د عصا محمد نور د استعفا او د انجینر داوود د ګمارلو په اړه د حکومت پرېکړه وروستې او د عملي کېدو وړ ده.

دغه اختلافونه یوولس ورځې وړاندې د ولسمشر له خوا د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور د استعفا له منظورې وروسته پيل شول.

شریک یي کړئ