Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ولسمشرۍ ماڼۍ عملیاتي اداره څه ډول رامنځته شوه؟

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې اداره چې په سلګونه پروژې په لاس کې لري؛ ولې او څه ډول رامنځته شوه؟

د طلوع نیوز موندنې ښيي چې د دغې ادارې اوسنی رییس وافي امین، د هغې له رامنځته کېدو مخکې، دننه په ارګ کې يځنې پروژې تر کار لاندې لرلې او له هغې وروسته هم، ولسمشر غني هغه ته د دارالامان ماڼۍ د بیارغونې پروژه ورکړه.

له دغو دوه پروژو وروسته، ولسمشر عملیاتي اداره جوړه کړه او وافي امین یې د هغه په ریاست وګوماره.

وافي امین له امریکا افغانستان ته راستون شوی او د کالیفورنیا ایالت په سانټاکروز ښار کې د «لیلي»په نوم رسټورانټ هم لري.

په دارالامان ماڼۍ کې د دولتي بنسټونو د مجتمع جوړول، د دارالامان قصر له بیارغونې وروسته کارونه، د مچلغو بند جوړونه، د جوماتونو او دوا اخیستنې لپاره د سلو ودانیو جوړول، د څرخي پله په بندخونه او د حامد کرزي په هوايي ډګر کې د پروژو عملي کول او په لسو ولایتونو کې د خوب ځایونو جوړول، هغه لویې پروژې دي چې، د ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي پراختیا عملياتي او ملاتړه اداره یې تر لاس لاندې لري.

د روان کال تر پسرلي پورې د دغې ادارې مسوولینو ویلي و چې، څه باندې ۲۰۰ پروژې تر کار لاندې لري؛ خو اوس دوی دا مني چې، دغه شمېر تر ۸۰۰ پورې لوړ شوی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي پراختیا عملياتي او ملاتړې ادارې د رسنیو مسوول حجت الله مجددي په اړه وویل:«د روغتیا سکټوردی،  تم ځایونه دي، د سپورټ په سکټور کې ځينې دي چې سپورټي جمنازیومونه دي، د مېرمنو په برخو کې، ټولنیز سالونونه او فاتحې خونې دي.»

هغه زیاته کړه:«له ډېرې مودې راهیسې د ولسمشر د سلاکار په توګه کار کړی و او هغه کار یې وکړ، عملاً یې وښوده چې تجربه لري.»

له دې سره سره، د هغو پروژو د جزیاتو او لګښتونو په اړه چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عملیاتي ادارې په لاس کې دي، تل ناقص او څو اړخیزه معلومات ورکړ شوي؛ په داسې حال کې چې، د فساد پر وړاندې پر مبارزې څارونکي بنسټونه نیوکه لري چې، ډېری پروژې د واحدې سرچینې او یا هم د ولسمشر په لارښوونه دغې ادارې ته ورکول کېږي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې عامل رییس سید زمان هاشمي څرګنده کړه:«نړیوالې پروژې کمې شوې دي، نړیوالې مرستې کمې شوي او یوازینۍ سرچینه او مرستې او د پروژو تمویل چې کېږي، د دولتي پروژو د تطبیق له لارې دي او دغه پروژې هم که چېرې د واحدې سرچینې له لارې د ولسمشرۍ عملیاتي ادارې ته ورکړل شي، د خصوصي سکټور د کار، سیالۍ او پانګونې زمینه محدودوي.»

د ملي تدارکاتو کمېسیون د سټراټېژیکو اړیکو مسوول رامین ایاز هم وايي:«هغه پروژې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عملیاتي او ملي پراختیا ادارې ته ورکول کېږي چې د خصوصي سکټور په واسطه، ټول تدارکاتي بنسټونه د هغوی د تطبیق او مدیریت څخه عاجز دي او دغه بنسټ په افغانستان کې د خصوصي سکټور په پرتله دغه پروژې په کمه بیه تطبیق وي.»

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي پراختیا عملياتي او ملاتړې ادارې د خپلو کارونو په اړه د معلوماتو نه ورکړه، له نورو دولتي بنسټونو سره دغې ادارې ته د ورکړ شویو مسوولیتونو موازيوالی او هغه څه چې، د یادې ادارې د پروژو ډېروالی ویل کېږي، د فساد پر وړاندې پر مبارزې څارونکي بنسټونه یې اندېښمن کړي دي.

په دې منځ کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ملي پراختیا عملياتي او ملاتړې ادارې مسوولین په ټینګار سره وايي چې، د دغې ادارې په پروژو کې کم لګښتونه د دې لامل شوي څو په تېرو دوو کلونو کې دولت لپاره شاوخوا ۳ مېلیارده افغانۍ سپما شي.

د دغې ادارې اوسنی رییس وافي امین له امریکا افغانستان ته راستون شوی او د کالیفورنیا ایالت په سانټاکروز ښار کې د «لیلي»په نوم رسټورانټ هم لري.

شریک یي کړئ