Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ولسمشرۍ ټاکنو له امله د رامنځته شویو ستونزو حل لپاره د هڅو دوام

د ټاکنیزو ډلو ترمنځ د شخړو له زیاتوالي سره هم مهاله ځينې ټاکنیزې ډلې وايي چې د ټاکنیزو شخړو د حل لپاره د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم هڅې پیل کړې دي.

د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی له ټولو لوریو غواړي چې ملي یووالي او د سولې بهیر ته لومړیتوب ورکړي او امریکا له هغو لوریو ملاتړ نه کوي چې د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل شي.

له بلخوا زلمی خلیلزاد چې اتلس میاشتې یې د سولې د خبرو لپاره د طالبانو د هڅولو هڅې کړي، اوس ټاکنیزې ډلې وايي ښاغلی خلیلزاد هڅه کوي د ټاکنو له امله رامنځته شوي اختلافات هم حل کړي.

په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ګلبدین حکمتیار مرستیال فضل الهادي وزین په دې اړه وايي:«د سولې بهیر له دغه کړکېچن وضعیت څخه زیانمن نه شي، نو د ښاغلي خلیلزاد هڅې او کوښښونه په همدې برخه کې دي.»

د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې غړی فضل احمد معنوي هم زیاتوي:«موږ له ګټورو او عملی ګړنو چې وکړای شي چې بهیر بېرته عادي حالت ته راستون کړي استفاده کوو.»

جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف او مخکني ولسمشر حامد کزي د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره لیدلي دي.

عبدرب الرسول سیاف هم د ټاکنیزو جنجالونو په اړه د دوشنبې په ورځ له پخواني ولسمشر حامدکرزي او همداراز ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره خبرې کړې دي.

ښاغلي خلیلزاد په تېره یوه اوونۍ کې له پخواني ولسمشر حامدکرزي، ګلبدین حکمتیار، عبدرب الرسول سیاف، جنرال دوستم او ځينو نورو سیاستوالانو سره کتلي دي او د ټاکنو د پایلو له امله رامنځته شویو جنجالونو د هواري په هکله یې ورسره سلامشورې کړې دي.

د ولسي جرګې غړی غلام علي افغان وویل:«که چېرې یو واحد نظام نه وي، سوله هم مانا نه لري، څوک له چا سره د خبرو لپاره کېني؟»

د ولسي جرګې غړی مامور افغان احمدزی په دې اړه وايي:«باید کورنۍ ستونزې چې دم ګړۍ شتون لري حل شي.»

له دې سره سره د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله په ولایتونو کې د تازه والیانو د معرفي کولو او د ښاغلي عبدالله د لوړې مراسمو لپاره پر تیاري ټینګار کوي.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون په دې اړه څرګندوي:«د لوړې د مراسمو لپاره ټول چمتووالی نیول شوی او کار عملاً پيل شوی دی.»

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې لخوا د عبدالله عبدالله د لوړې لپاره د تیاري په اړه داسې غبرګون ښي:«د ټاکنو بهیر رسماً پای ته رسېدلی او د افغانستان خلک د اساسي قانون پربنسټ ښاغلی غني یې د منتخب ولسمشر په توګه تعین کړی او ټاکل شوې چې تر راتلوونکو څو ورځو د لوړې مراسم ترسره شي او په دغو مراسمو کې به سیاستوال او د افغانستان خلک ګډون وکړي.»

په داسې حال کې چې د پنجشنبې په ورځ د محمد اشرف غني د لوړې د مراسمو خبره کېږي، خو ښاغلی عبدالله ځان د ولسمشرۍ ټاکنو ګټوونکی بولي او ټینګار کوي چې ټول ګډونه حکومت به جوړ کړي. 

شریک یي کړئ