Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ولسمشر دویم مرستیال: حکومت له فساد سره مبارزه کې ناکامه دی

د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش له اداري فساد سره د مبارزې په مناسبت غونډه کې وویل چې حکومت له فساد سره د مبارزې په برخه کې ناکامه دی او لاهم له قانونه تېښته موجوده ده.

ښاغلي دانش ټينګار وکړ چې د قوانینو د اجرا لپاره اړتیا ده چې له اداري فساد سره د مبارزې لپاره یو خپلواکه بنسټ جوړ شي.

په دغې غونډه کې اروپايي ټولنې، یونما، د روڼتیا څاربنسټ، او د ځينو بهرنیو هېوادونو سفیرانو له حکومته وغښوتل چې هېواد کې د عدالت او روڼتیا د تامین لپاره په جدي توګه کار وکړي.

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وویل:«موږ له اداري فساد سره د مبارزې په اړه د بنسټ جوړونې او نظام جوړونې په برخه کې ناکام یو، موږ دا چې ډېر او بېلابېل اقدامات لرل او د حکومت مشرتابه هم پرېکنده او ټینګ هوډ درلود، خو لا هم له اداري فساد سره د مبارزې مسوولیت د یوه خپلواکه دولتي بنسټ په غاړه نه لري.»

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر پیيري مایوډان په دې اړه وویل:«که په ټاکنو کې فساد وي، د فساد اغېزې ډېرې روښانه کېدای شي، د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو برخلیک مو ولید او پوهېږئ چې نن چېرته دي.»

د یونما د قانون د واکمنۍ د برخې رییسه رومانا شواینګر څرګندوي:«اداري فساد د خلکو د ژوندانه پر بیلابیلو برخو اغیزه کوي او فرصتونه ترې اخلي، دې ته اړتیا ده چې دغې ښکارندې ته پام وشي.»

له بلخوا د دغې ناستې یو شمېر نور برخوال د اداري فساد د دوسیو پر څېړلو ټینګار کوي.

په افغانستان کې د ډنمارک سفیر مایکل لنډ جپسین وايي:«لوړپوړي چارواکي د صحنې تر شا دي چې د فساد په قضیو کې لاس لري او مبارزه باید په ټولو برخو کې وشي او معافیت نه وي.»

په افغانستان کې د بریتانیې سفارت مرستیال ګلس لور هم زیاتوي:«که موږ له فساد سره مبارزه ونه کړو او مخه یې ونه نیسو ځان بسیاینې او پرمختګ ته نه شو رسېدای.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د آسیا بنسټ د وروستیو څېړنو له مخې ۹۱ سلنه افغانان اداري فساد د خپلو کارونو په وړاندې اصلي ننګونه بللې ده.

د ولسمشر دوهم مرستیال په کابل کې په یوه ناسته کې دا مني چې حکومت له فساد سره په مبارزه کې ناکام و او دغې ناکامۍ په هېواد کې له قانونه د تيښتې زمینه برابره کړې ده.

شریک یي کړئ