Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ولسمشر د لوړې مراسم وځنډېدل

د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي دوشنبې (د کب په ۱۹مه نېټه) وايي چې د ولسمشر غني د لوړې مراسم له غرمې وروسته مهال ته ځنډول شوي دي.

صدیقي په دې تړاو جزئیات نه دي ورکړي.

په همدې حال کې سپېدار ماڼۍ کې سرچینو د طلوع نیوز خبریال ته ویلي چې د ولسمشر د لوړې مراسمو د ځنډېدو وروسته، د عبدالله عبدالله مراسم هم ځنډېلي دي او د دواړو خواوو ترمنځ خبرې روانې دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ او اجراییه ریاست (سپيدار) دواړه وايي چې په جلا ډول د ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله لپاره د ولسمشر په توګه، د لوړې مراسمو د ترسراوي لپاره چمتووالی نیولی دی.

په اجراییه ریاست کې ځینې کسان وايي چې د ټاکنیز کړکېچ د حل لپاره د افغان سولې لپاره د زلمي خلیلزاد په منځګړیتوب سلامشورې دوام لري او ښاغلي خلیلزاد یک شنبې درې ځله له عبدالله عبدالله سره لیدلي دي.

د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې ویاند فریدون خوځون وايي:"موږ خپله طرحه زلمي خلیلزاد ته سپارلې ده چې مقابل لوري ته یې تسلیم کړي، موږ ته هم د ډاکټر صاحب خلیلزاد له خوا طرحه رسېدلې، تراوسه هم یوې پایلې ته نه یوو رسېدلي."

خو ولسمشرۍ ماڼۍ د دغو سلامشورو په اړه جزییات نه وړاندې کوي او ټینګار کوي چې د اشرف غني د لوړې مراسم به د دوشنبې په ورځ ترسره شي.

د ارګ د دیوال په دې خوا کې هم په جلا توګه د عبدالله عبدالله د لوړې مراسمو لپاره هم تابیاوې نیول شوې دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو په وروستیو پایلو کې محمد اشرف غني د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ؛ خو عبدالله عبداالله دغه پایلې ونه منلې او خپل ځان یې د ټاکنو ګټونکی وباله او د حکومت پر جوړولو یې ټینګار وکړ.

شریک یي کړئ