Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار کور د کلونو لپاره د طالبانو اډه وه

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار  حمدالله محب کور، د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په «قیلغو» کلي کې د اوو کلونو لپاره د طالبانو اډه وه.

د دغه یو ساتوونکی وایي چې په تېرو اوو کلونو کې، هر کال له دغه کور څخه یې طالبانو ته عشر ورکړی دی.

د طلوع نیوز خبریال عبدالحق عمري چې د دغه کور لیدو ته ورغلی، وايي چې د دغه کور ودانۍ په جګړو کې ویجاړه شوې ده.

افغان ځواکونو د ننګرهار د خوګیاڼیو ولسوالۍ د قلیغو سیمه کې د طالبانو په مرکزونو هغه وخت بریدونه پیل کړل چې د دوی په وینا له دې سیمې څخه افغان ځواکونو باندې بریدونه کېدل.
 
د محب نږدې خپلوان وايي نه یوازې دا چې دا کور د طالبانو مرکز و، بلکې څو کاله وړاندې د داعش شتون پرمهال د دغه ډلې مرکز هم پاتې شوی دی. 

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب خپلوان صفت الله وویل:«شپږ یا اوه کاله مخکې دا ځای د طالبانو پر مرکز بدل شوی و او طالبانو دلته واکمني لرله.»

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تره زوی نور اغا وايي:«محب صاحب مې د تره زوی دی او دلته د هغه مېلمستون دی. له شپږ یا اوو کلونو راهیسې د طالبانو پرمرکز بدل شوی وی. تاسې وینئ چې دا ځای ویجاړ شوی چې د هغه علت یې د ملي پوځ او امریکايانو بریدونه دي او حتا یوه شپه داعش هم دلته ځای نیولی و.»

پڼځه پنځوس کلن عبدالواحد د هېواد د ملي امنیت سلاکار د تره زوی دی او د نوموړي د ځمکو ساتنه او بزګري کوي، وايي په دغه سیمه کې کلونو راهیسې طالبانو واکمني کړې ده او په دغه موده کې هر کال د حمد الله محب د  ځمکو د حصلاتو عشر یې طالبانو ته ورکړی دی.
 
د ملي امنیت سلاکار تره زوي او د بزګر عبدالوحد زیاته کړه:«په یوه کال کې، اوه بوجۍ غنم له ما څخه یې عشر اخیستی او له درې تر څلورو زرو او حتا ۲۵ زره پيسې هم له ما څخه اخیستې دي.»

تېره اوونۍ د هېواد د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ننګرهار کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال تایید کړه چې د دې ولایت د ناامنیو ولسوالیو څخه یو هم د خوګیاڼو ولسوالۍ ده چې د طالبانو ترڅنګ پاکستاني وسله وال هم په کې حضور لري.
 
ښاغلي محب زیاته کړه:«ستاسو جګړه له چا سره ده؟ ټولې هغه ناامنۍ ولسوالۍ چې دلته دي د دوی یوه زما د زېږون ځای دی چې زه یې له وضعیته ډېر ښه خبر یم. اوس طالبانو د دغې ولسوالۍ د ناامنه کولو لپاره ځينې کسان له ځان سره راوستي دي چې هغوی پاکستانیان دي. دلته افغانان د څه لپاره وژني؟»

ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼی هم څرګندوي:«حمدالله محب د خوګیاڼو ولسوالۍ د قیلغو سیمې دی چې امنیتي ځواکونو په دغې سیمه کې د طالبانو د بریدنو په ځواب کې بریدونه کړي دي چې په پایله کې یې سیمه په بشپړه توګه د طالبانو له شتونه پاکه شوې ده.»

نه یوازې دا چې طالبانو له دې جګپوړي دولتي چارواکي له ملکیت څخه د نظامي مرکز په توکه کټه اخیستې او له ځمکو حصلاتو څخه یې عشر اخیستی بلکې له دې وړاندې هم په یو راپور کې د طلوع نیوز موندنو ښودلې وه چې د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ سرخاب سیمه کې طالبان د ولسمشر غني د ځمکو له حصلاتو هم عشر اخلي. 

شریک یي کړئ