ولسمشر اشرف غني په څو بېلابېلو فرمانونو کې د ټرانسپورټ او قبایلو وزارتونو نوماند وزیران، د سیمهییزو چارو د ادارې رییس، د تخار والي او همدارنګه د سرشمېرنې ادارې رییس معرفي کړل.
د ولسمشر په بېلابېلو فرمانونو کې راغلي دي چې محمد حمید طهماسي د ټرانسپورټ وزارت د نوماند وزیر او ګل اغا شیرزی د سرحداتو او قبایلو د نوماند وزیر په توګه معرفي کړي دي.
د دغو فرمانونو پر بنسټ، په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ته دنده ورکړل شوې ترڅو دغه دوه تنه د اعتماد رایو د ترلاسه کولو لپاره په رسمي توګه ولسي جرګې ته معرفي کړي.
له بلخوا، محمد الماس زاهد د انسجام په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي او جنګپوړي سلاکار په توګه ګمارل شوی دی.
همدارنګه ولسمشر په یوه بل فرمان کې د ملي امنیت مرستیال عبدالمتین بیګ یې د سیمهییزو چارو د خپلواکې ادارې د رییس په توګه ګماری دی.
په دوه نورو فرمانونو کې ولسمشر غني د سرشمېرنې ادارې د رییس او محمد ویس پایاب یې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش ادارې د تخنیکي مرستیال او همدارنګه فضل الله مجددي یې د تخار د والي په توګه ګمارلي دي.