Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ولسي جرګې دارالانشا د قاچاق په تور د شریفي د نیولو پخلی کوي

د ولسي جرګې دارالانشا د دې پخلی کوي چې د ولسي جرګې یوه غړي تېره اوونۍ د کابل په هوایي ډګر کې د ۲۰۰ زره یورو نغدو پیسو د قاچاق په تور نیول شوی و.

د جرګې د دارالانشا رییس وايي چې د عبدالحمید شریفي د نیولو په اړه له پوهاوي وروسته، هغه یې د اساسي قانون د ۱۰۲ مادې پر بنسټ خوشې کړی دی، شریفي اوس باید په دې هکله عدلي او قضايي بنسټونو ته مراجعه وکړي.

یوازې د روان زیږدیز کال په اوو وروستیو میاشتو کې، د څه باندې ۱۱ مېلیونه ډالرو په ارزښت، د هېواد په هوايي ډګرونو کې د نغدو پیسو، سرو زرو، او ګرانبیه ډبرو د څه باندې ۶۰۰ چوپو له وتو او ننوتو مخنیوی شوی دی.

د وږي میاشتې د لسمې پر ماښام د کابل د هوايي ډګر د ځانګړو مېلمنو په برخه کې د دوه سوه زره یورو د نغدو پېسو د وړلو په تور د ولسي جرګې د غړي عبدالحمید شریفي د نیول کېدو خبر خپور شو.

هغه هم په داسې وضعیت کې چې هر عادي مسافر حق لري چې د لس زره امریکایي ډالرو په اندازې پېسې ولېږدوي او د پیسو د وړلو دا محدودیت د مسافرو سوداګرو لپاره چې رسمي جواز ولري؛ تر شل زره ډالرو پورې رسېږي.

دا خبر د حامد کرزي د هوایي ډګر پر رسمي فېسبوک پاڼه کې هم خپور شو، خو څو ساعته وروسته عبدالحمید شریفي چې د ولسي جرګې د اقتصاد د کمېسیون رییس هم دی، پر خپل فېسبوک پاڼه ولیکل چې ده غوښتل متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي او په خپله یې له ځان سره د شته پیسو په تړاو په هوايي ډګر کې یوه فعال امنیتي شرکت ته خبر کړی و.

د کورنیو چارو وزارت هم د شریفي همدا خبرې سمې ګڼي، خو د ولسي جرګې د دارالانشا رییس تاییدوي چې د کابل د هوايي ډګر پولیسو شریفي نیولی و .

د ولسي جرګې د دارالانشا رییس عبدالقادر ځاځی وايي:«د کورنیو چارو وزارت د کشف او جرایمو عمومي ریاست له موږ سره اړیکه ونیوله چې د ولسي جرګې یو غړی چې ښاغلی شریفي دی، کله چې اماراتو ته سفر درلود، له ۲۰۰ زره یورو سره دلته نیول شوی دی.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند او هم عبدالحیمد شریفي حاضر نه شول چې په دې تړاو ټلوېزیوني مرکه وکړي.

د ولسي جرګې د دارالانشا له لوري د دغه خبر پخلی او د کابل د هوایي ډګر پر فېسبوک پاڼه د هغه له خپرېدو سره سره، له مرکې د دوی ډډه کول د پوښتنې وړ بلل کېږي.

د مشرانو جرګې غړی افضل شامل وویل:«په دې وروستیو ورځ کې دغه معلومات موږ ته هم رسېدلي وو چې د خلکو ځينې استازي دي چې پیسې قاچاق کوي او له هغې خوا سره زره راوړي او داسې خبرې... په ټول کې دا یو ناقانونه کار دی او دا وحشناکه ځکه دی چې د ملت له کوره داسې یو کار کېږي.»

یوازې د کابل هوایي دګر نه بلکې، ځمکني بندرونه هم هغه لارې ګڼل کېږي چې په وروستیو کلونو کې ترې ګاونډیو هېوادونو او متحده عربي اماراتو ته په ناقانونه توګه د پېسو د لېږد لپاره کار اخیستل کېږي.

هرات یو له هغو ولایتونو دی چې په دغه ولایت کې د سوداګرۍ خونې د مسوولانو په وینا؛ هره ورځ له دغه ولایت نه شاوخوا یو مېلیون ډالره نغدې پیسې ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کېږي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالله دشتي څرګنده کړه:«همدا اوس هم له مېلیون ډالر ډېر لېږد لري او هغه کسان چې لاس لري، دوی مافیا دي. دوی په هېچا پورې تړاو نه لري. دوی هغه ډلې دي چې همدا یې کار دی.»

له ناقانونه لارو د تر لاسه کېدونکو عوایدو د پټولو بهیر او په مشروع مالي نظام کې د دغو پېسو دننه کول چې د پېسو سپینول ورته وایي؛ په افغانستان کې یوه له لویو ننګونو ګڼل کېږي.

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ د عدالت غوښتې د برخې څېړونکی ابراهیم جبارخیل وايي:«په افغانستان کې کابو ۶۵ سلنه مالي جریانونه ناقانونه دي. همدا نامشروع او ناقانوني مالي جریانونه په افغانستان کې د فساد یو له سترو لاملو څخه دي.»

د هغو شمېرو له مخې چې د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې د مرکز په ویب پاڼه کې ثبت دي؛ په دوه زرو نهم زیږدیز کال کې یوازې د کابل په هوایي ډګر کې د پېسو، سروزرو او نورو ګرانبیه ډبرو د څه باندې دوه زرو اوه سوو اتیا کڅوړو د ناقانونه راوړلو یا وړلو مخه نیول شوې چې د هغو ټولو ارزښت څه باندې پنځوس مېلیون و درې سوه زره ډالرو ته رسېږي.

د جرګې د دارالانشا رییس وايي چې د عبدالحمید شریفي د نیولو په اړه له پوهاوي وروسته، هغه یې د اساسي قانون د ۱۰۲ مادې پر بنسټ خوشې کړی دی.

شریک یي کړئ