Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ولسي جرګې د غړو ترمنځ د شخړو دوام؛ نننۍ غونډه هم بې پاپلې وه

د ولسي جرګې غړو، نن (شنبې د غبرګولي په ۴ مه) د دغې جرګې اتمه ورځ هم د رسنیو له کمرو لیرې او د تړو دروازو تر شا ترسره کړه. 

تمه وه چې په نننۍ غونډه کې، د میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي د پلویانو ترمنځ شخړې حل شي، خو استازو له ساعتونو خبرو اترو وروسته کومې پایلې ته ونه رسېدل.

ځينو استازو د نننۍ غونډې وضعیت د شرم وړ وبلله.

د ولسي جرګې غړې بلقیس روشن وویل:«دواړه لوري چې د نفوس ادعا کوي، د خلکو له حقه د دفاع ادعا کوي؛ له خپلو دغو جنجالونو نه شرمېږي! دغو استازو چې هلته سکوت وکړ، وژونکی سکوت یې وکړ، له خپلو جنجالونو شرمېږي.»

د تېرې شنبې په ورځ جنجال له هغې وروسته پیل شو چې د ولسي جرګې د ریاست لپاره د داخلي ټاکنو دویم پړوا ترسره شو او په هغه کې میر رحمان رحماني ۱۲۳ رایې ترلاسه کړې وې د ولسي جرګې د لنډمهالي رییس له خوا ګټوونکی اعلان شو.

خو کمال ناصر اصلي چې د ښاغلي رحماني سیال وو یوازې ۵۵ رایې ترلاسه کړې وې او د هغه پلویان هم د رحماني له ریاست سره مخالفت درلود.

د ښاغلي رحماني د مخالفانو استدلال دا دی د هغه ورځې نصاب ته په پاملرنې سره چې ۲۴۷ تنه وو هغه نه دی توانېدلی چې پنځوس جمع یو رایه چې ۱۲۴ کېده پوره کړي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي خپل همکاران په قومي نفاق، فساد او د پیسو په مقابل کې پر معاملې او همدا ډول د ولسي جرګې په بدنامولو تورنوي.

د ولسي جرګې غړی ظهیرالدین جان اغا په دې اړه وویل:«ځينې وکیل صاحبان ... غواړي چې د اداري پلاوي یا د ولسي جرګې د رییس ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې شي چې د هغوی لپاره چانس پیدا شي چې ځان نوماند کړي. او ځينې نور کسان دي چې فکر کوم د پیسو په خاطر او دا خبرې دې امکان ولري دې موضوع ته لمن وهي او ځينې نور بیا قومي بحثونو ته هم لمن وهي.»

له دې ډلې کمال ناصر اصولي د ولسي جرګې د ریاست لپاره شوې ټاکنې له درغلۍ ډکې بولي او په لغوه کېدو یې ټینګار کوي.

د ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي وايي:«زه په صراحت سره وایم چې د شنبې په ورځ زما او ښاغلي رحماني ترمنځ ټاکنو کې هېڅ یوه هم پنځوس جمع یوه رایه نه ده پوره کړې. ټاکنې له فساد ډکې وې.

اعتراض مې چې هم کړی و، رایې سپینې پاڼې راووتې؛ ځينو استازو رایې بهر ته اېستلې؛ نو پر دې بنسټ ټاکنې باطلې دي، ځو د نورو ټاکنو په لور.»

بل لورته بیا د میر رحماني رحماني پلویان وايي، د ریاست د څوکۍ لپاره یې خبرې پای ته رسېدلي او رحماني په درې پړاونو کې توانېدلی چې د ریاست څوکۍ وګټي.

د ولسي جرګې غړی میرحیدر افضلي څرګندوي:«یوه اعلامیه مو صادر کړه چې د هغه پر بنسټ رحماني د ولسي جرګې رییس دی او موږ هېڅ ډول معامله او هېڅ ډول داسې کار چې په غیاب او یا د کمېسیون جوړېدل نه منو.»

مالومه نه ده چې د ولسي جرګې د غړو ترمنځ دغه شخړې به تر کله دوام پیدا کړي.

شریک یي کړئ