Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ولسي جرګې غړي د غني او عبدالله ترمنځ اختلاف لوی ناورین بولي

ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ ترمنځ د اختلافاتو د دوام له امله له افغانستان سره د یو میلیارد ډالري مرستو د بندولو په اړه د امریکا خبرداری د ولسي جرګې غړو له توند غبرګون سره مخامخ شوی دی.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د اختلافاتو دوام د شرم وړ او د هېواد لپاره لوی ناورین بولي.

دوی  وايي د دواړو سیاسي مشرانو  ځان غوښتنې خلک له سختې وېرې سره مخامخ کړي او د امریکامتحده ایالاتو لخوا د یو میلیارډ ډالرو مرستو کمولو د هېواد د ملي امنيت لپاره نوی ګواښ را منځته کړی دی.

د ولسي جرګې غړی، خالد اسد په دې اړه وايي:« دا نظام او خلک باید د دوو ډاکټرانو قرباني نکړو.»

د ولسي جرګې غړی، همایون شهید زاده زیاتوي:« دا هېواد ناورین ته تللی او رییس صاحب او سیاسیون څه حالت کې دي، موږ نه عبدالله او نه غني منو، دواړو هېواد تباه کړ.»

د ولسي جرګې غړی، الله ګل مجاهد هم خپل نظر داسې بیانوي:« دوو ورځو کې زموږ د ملي اردو شپېته کسان شهیدان شول، آیا دا د دوی زامن دي که د ملت؟»

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي د هېواد د سیاستوالانو د ځان غوښتنې له امله امریکا له افغانستان سره خپلې مرستې بندوي.

د ولسي جرګې غړی، کمال ناصر اصولي څرګندوي:« د دوی ځان غوښتنې له کبله د امریکا یو میلیارډ دالره اقتصادي مرستې لغو شوې.»

د ولسي جرګې غړې، سیمین بارکزۍ زیاتوي:« خپلې مرستې یې پرې کړې خو اجراییه رییس او ولسمشر لا هم د خپلې څوکۍ په فکر کې دي.»

د ولسي جرګې غړی، خان آغا رضايي هم بیانوي:« افغانستان سره د مرستو کمښت په تړاو د هغه هېواد(امریکا) اعلامیه د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتيژیکو همکاریو خلاف ده.»

یو شمیر نور وکیلان په دې باور دي چې دغو اختلافاتو هیواد له نړیوالې انزوا سره مخامخ کړی دی.

د ولسي جرګې غړی، محمد نسیم مدبر په دې اند دی:« له بده مرغه چې زموږ د سیاسیونو لجاجت زموږ هېواد نړۍ او سیمه کې انزوا ته بېولی دی.»

د ولسي جرګې غړی، ضیاالدین ضیا هم وايي:« امریکایان له طالبانو او پاکستان سره هوکړې ته رسېدلي دي او دا هڅې یې یوازې د عوامو غولول دي.»

د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ اختلافات هغه مهال زیات شول چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون محمد اشرف غني د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، اوس ولسي جرګې یو پلاوی ټاکلی ترڅو ددغو اختلافاتو د اواري لپاره هڅې وکړي.

شریک یي کړئ