Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جګړو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبلې په اړه دملګرو ملتونو سازمان اندېښنه

د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا، د افغانستان په ګډون نړۍ کې، وسله‎والو جګړو کې د ولسي وګړو د خوندویتوب په اړه د دغه سازمان د سرمنشي رپوټ تېره ورځ (پنجشنبې د غبرګولي په دویمه) وڅېړه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترس دې رپوټ کې ویلي، د جګړې ډېری قربانیان ملکیان دي. او د ولسي وګړو د قرباني کېدو په اړه یې اندېښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترس په دې اړه زیاته کړه:«هغه شمېرې چې ملګرو ملتونو ثبت کړي، یوازې په ۲۰۱۸ز کال کې د نړۍ په شپږو هېوادونو افغانستان، عراق، سومالیان، سوډان  او یمن کې ۲۲۸۰۰ ملکیان وژل شوي دي.»

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي د رپوټ له مخې، د څه باندې شل زره ولسي وګړو له ډلې چې تېر کال د نړۍ په شپږو هېوادونو کې وژل شوي یوازې لس زره تنه یې په افغانستان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د نړۍ له هېوادونو غواړي چې د ملکیانو د ساتنې لپاره اغېزمنې تګلارې جوړې او تر خوا یې د بښنې کلتور پای ته ورسوي.

د ملګرو ملتونو د ملکیانو مرکز اجراییوي مدیر فدریکو بوریلو هم وویل:«نهیلې کوونکی وضعیت نه دی، خو موږ د ملګروملتونو امنیت شورا او تر خوا یې د هېوادونو اړینو ګامونو پورته کولو ته اړتیا لرو، څو د هغو مېلیونونو ملکیانو چې جګړې ځپي، شمېرې یې را کم کړو.»

په ورته وخت کې ملګرو ملتونو کې  د افغانستان دایمي مستشار وايي، طالبانو د افغان حکومت د سولې وړاندیز او د نړۍ د هیلو پرخلاف تاوتریخوالي او د ملکیانو وژنې ته دوام ورکوي.

ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي مستشار یوسف غفورزی څرګندوي: «طالبان او ورسره تړلې ډلې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي. دوی پر ملکي افغانانو، مذهبي شخصیتونو او خبریالانو بریدونه کوي. دوی همدا ډول پر زېربناوو بریدونه کوي، ښوونځي، روغتونونه او جوماتونه تر برید لاندې نیسي او هېڅوک د هغوی له وحشت په امان نه دی.»

طالبانو تر اوسه ملګرو ملتونو کې د افغان حکومت د استازي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د رپوټ له مخې، لسو هېوادونو کې د نږدې شل زره ملکیانو د وژل کېدو له ډلې یې یوازې لس زره په افغانستان کې دي.

شریک یي کړئ