Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملي امنیت پر ځواکونو د ولسي وګړو د وژلو په تړاو ادعاوې

د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی راضو خان ادعا کوي چې د ملي امنیت ځواکونو په یوه عملیات کې د کورنۍ څلور تنه غړي وژلي او یو ورور یې د دغو ځواکونو لخوا نیول شوی دی.
 
هغه چې د عدالت غوښتنې لپاره کابل ته راغی وایي چې یوولس میاشتې مخکې یې دوه وروڼه، ورېندار او څلور کلن وراره د ملي امنیت ځواکونو د شپې په عملیاتو کې ووژل شول او د ملي امنیت ریاست د هغه بل ورور بیولی دی.

راضو خان وايي که چېرې د ورور برخلیک یې روښانه نه شي او عدالت یې په اړه پلی نه شي ځان ته به اور ورته کړي.

د خوست اوسېدونکی راضو خان په دې اړه وویل:«حکومت باید ځواب ووايي چې ته د دې لپاره نیول شوی یې او د دې لپاره مو ستا وروڼه په کور کې شهیدان کړل او که ځواب نه راکوئ زه خپل ځان ته په خپل کور کې اور اچوم چې حکومت له ما خلاص شي.»

د خوست اوسېدونکی شېرمحمد هم وايي:«دغه کس نه له طالبانو سره و او نه هم له حکومت سره، یوازې د خپل کور د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې کار کوه.»

له بلخوا د جبار پښتون د کورنۍ غړي چې دې ته ورته ادعا لري وايي د لړم په میاشت کې نوموړی د ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شول. 

د کندهار اوسېدونکی خواجه احمد په ډاګه کړه:«دغه ځواکونه دولت ته ځواب ویونکي نه دي، دوی د ملي امنیت په نامه د ملي امنیت په لمن تور داغ دي او هغوی ته هم ځواب ویونکي نه دي موږ چې دا دومره چیغې وهوو او د عدالت غوښتوونکي یوو چې له موږ سره دې انصاف وشي.»

اخوا د ملي امنیت ریاست وایي د راضو خان ورور د ترور لپاره د هڅو او له طالبانو سره د اړیکو په تړاو نیول شوی دی.

پخوانی پوځي عتیق الله امرخېل په دې اړه څرګنده کړه:«د دوی سزا ډېره درنه ده، د دې لپاره چې دوی په اصل کې د دولت او حکومت پر وجود ګوزار کوي او خلک له حکومت او دولت څخه ناراضه کېږي.»

د خوست سیمه ییز مسوولین وايي د راضو خان د کورنۍ د غړو د وژل کېدو څرنګوالی د خوست د ملي امنیت ریاست لخوا څېړل کېږي.

د خوست د والي ویاند طالب منګل په دې اړه وویل:«زموږ ملي امنیت او نور بنسټونه د دغې پېښې پر مخینې کار کوي او تراوسه کره معلومات نشته.» 

له بلخوا د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د دوه اوونۍ مخکې برید په اړه چې له امله یې له طالبانو د بېلې شوې ډلې قومندان ملاننګیالی ووژل شو د بشري حقونو د کمېسیون څېړنې ښيي چې په دغه پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ تنه مړه او ټپيان شوي دي.

شریک یي کړئ