د پکتیا زرمت ولسوالۍ د شمالزو سیمې اوسېدوونکي ادعا کوي چې تېره شپه د بهرنیو او کورنیو ځواګونو په عملیات کې ۱۲ ملکیان وژل شوي، دوی زیاتوي د عملیاتو پرمهال ملکیان له کورونو ایستل شوي او پرته له څېړونې یې وژلي دي.
د دغو دولس کسانو جنازې د پکتیا ولایت والي دفتر مخکې ته د عتراض په ډول راوړل شوي او د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکي ادعا کوي چې دغه ملکي کسان د بهرنیو او افغان ځواکونو په کډو عملیاتو کې وژل شوي دي دوی زیاتوي دغه عملیات تېره شپه د زرمت ولسوالۍ د شمالزو په سیمه کې ترسره شوي دي.
۵۵ کلن عید ګل هغه پلار دی چې د تېرې شپې په عملیاتو کې یې دوه زامن او یو وراره وژل شوی، دی وايي زامن یې موټر چلوونکي وو او له وسلهوالو ډلو سره یې کومه اړیکه نه درلوده چې تېره شپه د امنیتي ځواکونو له کومې څېړنې پرته د دوی په مخکې په ډزو سره وژلي دي.
عید ګل وویل:«دوه زامن مې وژل شوي، چې عبدالرحمان او پير محمد نومېدل. هغوی ۱۸ او ۲۲ کلن وو او مزدوي یې کوله.
د زرمت اوسېدونکي غواړي چې د تېرې شپې د ملکیانو د وژلو په غبرګون کې لاریون وکړي او مرکز ګردیز ته داخل شي خو افغان نظامیان یې ښار ته د داخلېدو مخنوي کوي دوی وايي حکومت دې له دوی څخه د سولهییز لاریون حق وا نهخلي.
د زرمت یو تن اوسېدونکی اسماعیل وايي:«موږ دلته د لاریون لپاره راغلي یوو او غواړو نور ونه وژل شوو، موږ ته د لاریون حق نه راکوي چې زموږ د خپلو قربانیانو لپاره عدالت غوښتنه وکړو.»
په ورته وخت کې د پکتیا والي مرستیال د تېرې شبې برید په غبرګون کې وايي وسلهوالو د ملکيانو له کورونو څخه سنګرونه جوړ کړي خو دی وايي حکومت د دې پېښې څېړنه کوي.