هېواد کې د ولچر باسکتبال لوبډلې روزونکې، نیلوفر بیات د تاوتریخوالیو کمښت سره هېواد کې سولې ته هیله لري، خو د تېرو نېږدې دوو لس ییزو د لاسته راوړنو په تړاو اندېښنه لري.
هغه وايي د ښځو لاسته راوړنې په ځانګړې توګه د سپورټ په برخه کې باید قرباني نشي.
نیلوفر هېواد کې د زرګونو نورو کسانو په څېر تېرو جګړو کې معیوبه شوې ده، هغه اوس ۲۶ کلنه ده.
نوموړې وايي په دوه کلنۍ کې یې پر کور د راکټ لګېدو له کبله د ګرځېدو توان له لاسه ورکړی، خو هغې خپلو زده کړو او سپورټ ته دوام ورکړی دی او اوس مهال هېواد کې د معلولو ښځو د بسکتبال لوبډلې روزونکې ده.
اغلې بیات وايي:«سوله ته هیله لرم، څو لوبډله مې وتوانېږي په نړیوالو لوبو کې ګډون وکړي، خو ویره لرم چې طالبان واک ته ورسیږي او هیلې مو له منځه ولاړې شي.»
نیلوفر بیات اته کاله مخکې کابل کې د سره صلیب په لوبډله کې بسکتبال پیل کړی دی او تر اوسه یې په اندونیزیا، تایلند او یو شمېر نورو هېوادونو لوبو کې ګډون کړی دی.