Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کرونا ویروس؛ ملګري ملتونه افغانستان کې اوربند غواړي

وروسته له هغې چې د ملګرو ملتونو بنسټ د کرونا ویروس پراختیا مخنیوي په موخه کې نړۍ کې د اوربند غوښتنه وکړه، اوس افغانستان کې د یاد بنسټ استازولي دفتر(یونانا) هم د حګړې له ښکېلو غاړو د اوربند غوښتنه کړې ده.

د یاد بنسټ په خبرپاڼه کې نن(پنج شنبې د وري په ۷مه نیټه) راغلي چې روانه میاشت په افغان کړکیچ کې د ملکي وګړو د وژل کیدو او ټپي کیدو زیاتو شویو پیښو ته په کتو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) له ټولو ښکیلو ډلو غواړي چې د تاوتریخوالي کچه کمه کړي، څو د ملکیانو د خوندیتوب لپاره ټول ممکنه ګامونه پورته او د اوربند لپاره کار ترسره او یوسیاسي جوړجاړی رامنځ ته شي.

د یاد بنسټ خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه ماموریت د ملګرو ملتونو د سرمنشي، انتونیو ګوتیرس د دوشنبې ورځې غوښتنه غبرګوي چې دنړیوال اوربند لپاره یې وکړه.

اعلامیه زیاتوي:«چې په دې توګه ټول تمرکزاو منابع د کووید ۱۹ ساري ناروغۍ سره مبارزې ته ځانګړي شي، چې ټولو افغانانو ته یو جدي ګواښ دی. د تاوتریخوالي کموالی چې داوربند لامل شي د خلکو د ژوند د ژغورنې لامل کیږي.»

یوناما ویلي چې ښکیلو اړخونو ته د بین الافغاني خبرو اترو د پیل لپاره مناسب فرصت او د کووید ۱۹ ناروغۍ  له کبله د رامنځ ته شوي روغتیایي ناورین سره د مبارزې دښه تیاري زمینه برابروي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر زیاته کړې:«سره له دې چې د فبرورۍ په پای کې د تاوتریخوالي د کموالي له اعلان سره سم په تاوتریخوالي کې یوڅه کمی ولیدل شو، خو یوناما د جګړې له کبله د رامنځ ته شویو ملکي تلفاتو ثبتولو ته دوام ورکړی چې د مارچ له لومړۍ تر ۲۵مې نیټې پورې ۱۰۰ملکیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شویدي.»

یوناما د ملکي تلفاتو په تړاو وایي چې د دغو ملکي تلفاتو د پام وړ لویه برخه حکومت مخالفو وسله والو تحرکاتو  ته راجع کیږي، لکه د وري په پنځمه کابل کې د سکانو او هندوانو په یوه عبادت ځای برید چې مسوولیت یې داعش ومانه.

همدارنګه د مارچ په ۶ مه نیټه په پالزمینه کې د یوه پخواني جهادي مشرد یاد تلین پرمراسمو برید کې

۳۴ تنه ملکیان ووژل شول او یوشمیرنورټپیان شول.

‎دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ کابل کې د وسله وال برید له کبله ۲۵ تنه‌افغان سیکان ووژل شول او‌ اته تنه نور‌ټپيان شول او دې وروستیو کې طالبانو هم هېواد کې بریدونه زیات کړي دي.

تېره ورځ کابل کې د وسله وال برید له کبله ۲۵ تنه‌افغان سیکان ووژل شول او‌ اته تنه نور‌ټپيان شول او دې وروستیو کې طالبانو هم هېواد کې بریدونه زیات کړي دي.

شریک یي کړئ