Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د وینې ملي بانک رضاکارانو شمېر ۴۶ سلنه زیات شوي

د وینې د ملي بانک چارواکي وايي چې د دغه بانک د رضاکارانو شمېر ۴۶ سلنه زیات شوی او دم‎ګړۍ په دغه بانک ۲۰۰زره ۴۵۰ سي سي کڅوړې شتون لري.

د دغو چارواکو په وینا، د ورځې تر دوه سوه تنه د وینې ورکړې لپاره د وینې ملي بانک ته راځي او اړمنو ته وینه ورکوي.

د وینې د ملي بانک مرستیال وايي د وینې ورکولو د ګټو په اړه د خلکو پوهاوی زیات شوی او دا کار د دې لامل شوی چې دغه بانک ته د رضاکارانو شمېر ۴۶ سلنې ته ورسېږي.

د وینې د ملي بانګ مرستیال  محمد حامد فیصل په دې اړه وویل:«تېر کال موږ کابو ۱۸۰ کڅوړې وینه لرله خو سږ کال د وینې څه باندې ۲۰۰ زره کڅوړې راټولې شوي دي. دا وینه بېرته وېشل کېږي.»

د وینې بانک هغه ځاي دی چې د ورځې په لسګونه کسان د وینې ورکولو لپاره ورځي. د قیمت الله په شان یو کس د خپلې روغتیا په موخه وینه ورکوي او یو شمېر هم له ناروغانو سره د مرستې لپاره وینه ورکوي.

د هلمند اوسېدونکی قیمت الله وايي:«ما درې کاله مخکې د محرقې ناروغي لرله. کله چې ډاکټر ته ولاړم ماته یې وویل چې ستا وینه ټینګه شوې ولاړ شه او وې باسه. ما وینه ورکړه او ښه شوم. سږکال هم کله چې مریض شوم او ډاکټر ته ولاړم ماته یې وویل چې د وینې غوړ دې زیات شوي، راغلم او وینه مې ورکړه.» 

فرشته د سرطان او زړه د ناروغۍ د مخنیوي لپاره دا دوهم ځل دی چې د هغې په وینا د ویني ملي بانک ته ورځي او وینه ورکوي.

خبریاله فرشته ندا په دې اړه وايي:«سږ کال لومړی ځل دی چې وینه مې ورکړه خو تېر کال او له هغې مخکې هم د دې لپاره له یوه اړمن هېوادوال سره مې مرسته کړې وي او توانېدلې وم زما خیر یوه کس ته رسېدلی وي، وینه مې ورکړه.»

ډاکټران وايي چې په ویروسي ناروغیو اخته کسانو څخه وینه نه اخیستل کېږي.

ډاکتر خالد بابکرخېل څرګنده کړه:«یو نورمال کس چې نر وي کولای شي د کال څلور ځله او که ښځه وي درې ځله وینه ورکړي. د وینې ورکړه هېڅ زیان نه لري برعکس ګټې لري.»

د وینې بانک ته د هېوادوالو د ورتلو تر څنګ خلک د پلازمېنې په اوو روغتونونو کې د دغه بانک نمایندګیو او ګرځنده بسونو ته د وینې ورکولو لپاره ورځي. 
 
د جون ۱۴مه نېټه د وینې ورکړې له نړیوالې ورځې سره سمون لري. د وینې د ملي بانک چارواکي وايي په همدې مناسبت یې د وینې ورکړې د پوهاني پروګرامونه جوړ کړي دي.

شریک یي کړئ