Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاپي پروژه؛ له کومه تر کومه

د ټاپي پروژې د کار پیل تړون په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند هېوادونو ترمنځ د ترکمنستان په عشق اباد کې لاسلیک شو چې د جمعې پر ورځ یې دې هېواد کې کار پای‎ته ورسید.

د دې پروژې د افغانستان برخې کار د جمعې پر ورځ(د کب پر څلورمه) پیل شو.

د ټاپي ګازو پایپ‎لاین ۱۸۰۰کیلومتره واټن ولري، دا پروژه له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته لیږدول کېږي.
د دې نل‎لیکې ۱۴۷کیلومتره به د ترکمنستان په خاوره کې او ۷۳۵ کیلومتره به یې د افغانستان د هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو ولېږدول شي او ترڅنګ یې ۸۰۰ کیلو مترو په اوږدوالي له پاکستان څخه لیږدول کېږي.
د هرات کندهار د لویې لارې ترڅنګ د نل‎لیکې له تېریدو سره به د پاکستاان د کوټې او ملتان له ښارونو تېره شي او په پای کې به د هند فازیلیکا ته ورسیږي.

د دې پروژې ټول لګښت ۲۲ میلیارډه او ۵۰۰ میلیونه ډالره ښودل شوی دی.

د دې پروژې د ګټې اخېستنې وروستۍ نیټه د ۲۰۱۹ کال تر پایه پورې اټکل شوې ده.

دا پروژه د افغانستان او ترکمنستان څخه د څو کمپنیو لخوا پلې کېږي او همداراز افغانستان د ګازو تصدي د ترکمنستان دولتي ګازو شرکت او له افغانستان څخه دوه خصوصي شرکتونه په کې ګډون لري.

د ټاپي په پروژه کې د افغانستان ونډه

افغانستان به د دې پروژې له لارې هر کال کابو ۵۰۰میلیون ډالره د ترانزیت، او کله چط د ټاپي پروژّه بشپړه شوه نو تر لسو کلونو۵۰۰ میلیونه مترمکعبه ګاز او تر شلو کلونو پورې به یو میلیارډ مترمکعب کاز ترلاسه کوي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د دې پروژې له لارې به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د لومړنیو څېړنو او شمېرو له مخې د ټاپي ګازو پایپ‎لاین به هر کال ۳۳ میلیارده مترمکعب ګاز لیږدوي.

هغه پروژې چې د ټاپي ترڅنګ به پلې شي

ټاکل شوې ده چې د ټاپي پروژې ترڅنګ یو شمېر نور وړې او لویې پروژې هم پلې شي.

د دې پروژې بله برخه هم د ۵۰۰کیلوواټ برېښنا لېږد ده چې له ترکمنستان څخه د افغانستان پاکستان ته لیږدول کېږي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبره هر کال به د دې برېښنا ترانیزیت له پلوه افغانستان ۱۱۰ میلیونهډالره ترلاسه کوي او همداراز په هرات، فراه او کندهار کې به هم درې سب‎سټيشنونه جوړ شي.

د دې ترڅنګ په سیمه کې به د نوري فایبر مزی هم ولیږدل شي او دا به ګاونډي هېوادونه سره ونښلوي.

د ټاپي ترڅنګ بله پروژه له ترکمنستان څخه پاکستان ته د افغانستان له لارې د اورګاډي پټلی لیږد. تر څنګ یې ویل کېږي چې دافغانستان تورغنډۍ د اورګاډي پټلۍ چې ۱۳ کیلومتره واټن لري د ۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت به د ترکمنستان له لارې ورغول شي.

تاپي

د ټاپي پروژه؛ له کومه تر کومه

دا پروژه د افغانستان او ترکمنستان څخه د څو کمپنیو لخوا پلې کېږي او همداراز افغانستان د ګازو تصدي د ترکمنستان دولتي ګازو شرکت او له افغانستان څخه دوه خصوصي شرکتونه په کې ګډون لري

شریک یي کړئ